لیکوال: مرتضی فرزام

ژباړن: محمود کوچی

د اسلام په سپیڅلي دین کې ټاکنې د زیات ارزښت څخه برخمنې دي. لکه څنګه چې د حضرت پیغمبر (ص) له رحلت نه وروسته په ثقیفه بنی ساعده کې حضرت ابوبکر صدیق (رض) د شورا له خوا د مسلمانانو د لومړي خلیفه به توګه وټاکل شو. چې ډیری خلک یې د اوسنیو ټاکنو سره هم تشبیه کوي. خو د ننۍ ولسواکۍ او ټاکنو منځپانګه د لویدیځ سیاسي تفکر او نني عصر زیږنده ده چې ورو، ورو په ټوله نړۍ کې دغه نظریه خوره شوه، چې نن سبا په ډیرو هیوادونو کې د سیاسي واکمنۍ او مشروعیت د اصلي مرجعې په توګه یادیږي؛ ان هغه هیوادونه چې پر مذهبي سیاسي مشروعیت هم ټینګار کوي نن سبا یې ټاکنو ته مخه کړیده. په افغانستان کې هم د سیاسي تاریخ په اوږدو کې لیدل شوي چې که د ټاکنو مسله د جرګو او مرکو پر مټ لکه د ابدالي احمد شاه بابا د ټاکل کیدو مسله د ټاکنو سره تړلې و نه بولو، او ټاکنې د نني عصر او زمان سره پرتله کړو، هلته د خلکو رایه اصل وي، دغسې ټاکنې بیا د دغه هیواد د روڼ اندو د سیاسي فکر زیږنده ښکاري، لکه څنګه چې د لومړي او دویم مشروطه غوښتونکو غورځنګ د حکومت د مشروطه کولو او د ملت د استازیو تر نظر لاندې د ملي شورا جوړښت د ازادو ټاکنو له لارې رامنځته شو او یو شمیر روڼ اندي لکه: محمود طرزي، غازي امان الله خان، میرغلام محمد غبار، محمد صدیق فرهنګ او د هغوی نورو ملګرو په دغې برخه کې زیاتې هڅې ترسره کړې. خو دلته دغه یادونه هم اړینه ده چې د خلق او پرچم کمونیستي ګوندونو هم د کودتا تر مخه د پارلماني ټاکنو پلوی کاوه او اسلامي ګوندونو هم ټاکنې منلې وې. د دغې سریزې موخه دا ده چې موږ په افغانستان کې د ټاکنو مخینې ته په لنډه توګه کتنه کوو.

لومړنی اساسي قانون چې په هغه کې ټاکنو ته رسمیت ورکړل شو د غازي امان الله خان زمانه وه چې هغه پخپله هم د دویمې مشروظې غړی و تصویب شو، دغه قانون چې د افغانستان د لومړي قانون په نوم هم یادیږي د «د افغانستان د عالیه دولت د نظامنامې» نوم هم ورکړل شوی چې په ۱۳۰۲ کال چې د زیږدیز ۱۹۲۳ کال سره سمون خوري په ۷۳ مادو کې تصویب او پلی شو، خو امان الله خان پر دې و نه توانید چې ټاکنې ترسره کړي(غبار، 1393: 845؛ فرهنگ، 1380: 366؛ ارزگانی، په افغانستان کې د ملي شورا د ټاکنو مخینه: ۶۶).

دویم اساسي قانون د محمد نادر خان په زمانه کې یعنې په کال ۱۳۰۹ کې تصویب شو، دغه قانون په ظاهر کې مشروطه بڼه لرله خو د هیواد ټول واکونه، د شاه او د روحانیونو تر منځ ویشل شوي وو، د دغه اساسي قانون د ۲۷ مې څخه تر اویایمې مادې پورې ملي شورا د دوو جرګو یعنې ملي شورا او د عیانو مجلس څخه جوړه وه، د ملي شورا مجلس ۱۱۶ غړي لرل او د هغو نارینه و څخه جوړ و چې عمرونه یې له شلو کلونو پورته وو او له هر ولایته به یو تن استازی غوره کیده، خو یوازې د کابل څخه به دوه تنه په علني او شفاهي توګه غوره کیدل(فرهنگ، ۱۳۸۰: ۴۱۴). همدارنګه په کال ۱۳۰۹ کې د ملي شورا او ولایتي شوراګانو د غړیو له پاره یو لړ اصول ولیکل شول، خو په ریښتیني بڼه ټاکنې ترسره نه شوې. د نادرشاه له وژل کیدو وروسته د هغه زوی ظاهر شاه واک ته ورسید، تاریخ پوهانو د ظاهر شاه دورې ته د لومړۍ ولسواکۍ او یا د ولسواکۍ د تمرین دوره هم ویلې ده، ځکه پاچا او شاه محمود خان پخپلو ویناوو کې د ولسواک نظام، سیاسي او مدني ازادیو، د ازادو ټاکنو او د مطبوعاتو د ازادۍ مسله د خپلو اساسي موخو په توګه بیان کړې. په دغه پېر کې روڼ اندو ورځپاڼه راوویسته، سیاسي ګوندونه یې جوړ کړل او لومړنۍ ټاکنې چې څه نا څه ډیموکراتیکې ټاکنې وې هم تر سره شوې، په ۱۳۲۸ کال کې د ملي شورا د اوومې دورې ټاکنې راورسیدې او حکومت پرته له لاس وهنې  په کابل کې په پټه او لیکل شوې بڼه او په ولایتونو کې یې په ښکاره بڼه ترسره کړې. یو شمیر روڼ اندو لکه ډاکټر عبدالرحمن محمودي او میر غلام محمد غبار له کابله، ګل پاچا الفت له ننګرهاره، محمد کریم نزیهی له اندخوی څخه، صلاح الدین سلجوقي له هراته، عبدالحۍ حبیبي له کندهاره، سید محمد دهقان به بدخشانه او .....دغې شورا ته لار وموندله، داسې هم ویل کیږي چې دغه دوره د هیواد په پارلماني تاریخ کې تر ټولو غوره دوره وه (غبار، ۱۳۹۳: ۸۶۸؛ فرهنگ، ۱۳۸۰: ۴۵۵).

د پارلمان د اتمې دورې غړي انتصابي او د حکومت له خوا ټاکل شوي ول، په دغه پېر کې رای ګیري پټه او په لیکلې بڼه نه وه. د پارلمان نهمه او لسمه دوره د داوود خان په زمانه کې جوړه شوه اعضا (سعادت، ۱۳۹۶: ۳۴۵؛ فرهنگ، ۱۳۸۰: ۴۹۶). داوود خان د صدارت په لس کلنه دوره کې اجازه ورنکړه چې ټاکنې ترسره شي. کله چې د هغه د صدارت دوره پای ته ورسیده په کال ۱۳۴۳ کې نوی اساسي قانون جوړ شو او په کې وویل شوه چې له دې وروسته د سلطنتي کورنۍ هیڅ غړی نه شي کولای صدراعظم شي او یا دې پارلمان ته لاره ومومي. دغې چارې لږ تر لږه رڼو ټاکنو ته لاره هواره کړه (فرهنگ، ۱۳۸۰: ۴۹۶). په کال ۱۳۴۳ کې کله چې نوی قانون تصویب شو د پارلمان دوولسمه دوره په کال ۱۳۴۴ کې پرانیستل شوه، د هغه کال ټاکنې تر ډیره بریده رڼې ټاکنې وې. د سیاسي ګوندونو استازیو پارلمان ته لاره ومونده، د لومړي ځل له پاره څلورو میرمنو پارلمان ته غوره شوې، اناهیتا راتب زاد او رقیه ابوبکر له کابله، له کندهاره معصومه عصمتي او خدیجه احراري له هراته د هغه وخت د پارلمان ښځینه غړې وې. د ۱۳۴۸ کال په وروستیو کې د پارلمان دیارلسمه دوره جوړه شوه. په ټوله کې په حکومتي جوړښت کې د ولسي جرګې د غړیو دخالت، د لومړي وزیر تر فشار لاندې راوستل او د فعالو او منسجمو ځواکونو فعالیدل لکه د خلق او پرچم ګوندونو د فعالینو هڅې د پاملرنې وړ دي او د هیواد په کچه هغه دوره تر نورو ټولو هغو د یادولو وړ ده. د ولسواکۍ لسیزه د داوود خان د سپینې کودتا سره چې په کال ۱۳۵۲ کې وشوه پای ته ورسیده، او پارلمان ړنګ شو، که څه هم په کال ۱۳۵۵ کې داوود خان د «ملي جرگې» په نامه پارلمان چې یو مجلس یې لاره جوړ کړ؛ خو دغه قانون د پلي کیدو تر پړاوه و نه رسید. په کال ۱۳۶۷ کې د ډاکټر نجیب الله په واکمنۍ کې د څوارلسو کالو وروسته ملي شورا د دوو جرګو څخه ( ولسي جرګه او مشرانو جرګه) جوړه شوه او د پارلمان د استازیو لپاره ټاکنې ترسره شوې. له هغه وروسته دیارلس کاله نور یعنې د ۱۳۸۳ کال تر میزان میاشتې پورې بیا ټاکنې و نه شوې، بلکې واک له یو لاسه بل ته ولیږدول شو.

د طالبانو رژیم له نسکوریدو سره هم مهاله او د نړیوالې ټولنې د مداخلې وروسته په افغانستان کې نوی سیاسي نظام رامنځته شو.په نوي اساسي قانون کې ولسواکي هغه اصل ونومول شو چې هیڅ ډول تغیر او بدلون په کې نه شي راتللای او ریښتینی واک خلکو ته ولیږدول شو.

هماغه شان چې یادونه وشوه د ۱۳۸۳ کال د تلې په اتلسمه نیټه په هیواد کې د ولسمشر د ټاکل کیدو له پاره د خلکو په پراخ ګډون ټاکنې وشوې. په دغو ټاکنو کې ۲۳ تنو ځانونه دغې څوکۍ ته نومولي وو چې وروسته بیا پنځه تنه له نوماندیدو تیر شول او اتلسو نورو یې له یو بل سره سیالي وکړه. په دغو ټاکنو کې حامد کرزی د ۵۵٫۴ سلنئې  رایو په ګټلو سره د افغانستان لومړنی منتخب ولسمشر وټاکل شو. د ۱۳۸۴ کال د وږي میاشتې په ۲۷ مه نیټه پارلمانې او ولایتي شوراګانو له پاره ټاکنې وشوې. دا رنګه د دویم ځل له پاره د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ټاکنې په کال ۱۳۸۸ د زمري میاشتې په ۲۹  مه نیټه وشوې. چې دغه ټاکنې بیا دویم پړاو ته هم ولاړې، خو په دویم پړاو کې د دوو مخکښو نوماندانو له ډلې عبدالله عبدالله له ټاکنو لاس پر سر شو او حامد کرزی د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د پارلمان د شپاړسمې دورې ټاکنې په کال ۱۳۸۹ د وږي میاشتې په ۲۷ مه نیټه ترسره شوې. په دغو ټاکنو کې له ګرد افغانستان څخه ۲۶۰۰ تنه ولاړ و او ۴۰۰ تنه میرمنې هم د ۲۴۹ څوکیو له پاره دریدلې وې (د ټاکنو خپلواک کمیسیون، ۱۳۸۹). د دغو ټاکنو پایلې د سیاسي لانجو له پاره لاره هواره کړه. چې بیا ولسمشر کرزی اړ شو یوه ځانګړې محکمه د دغو لانجو ګونجو د هوارولو له پاره جوړه کړي، دغې محکمې د ۶۲ تنو استازیو د بدلولو له پاره چې ملي شورا د ولسمشر له خوا پرانیستل شوې هم وه خو دغه حکم صادر شو، ولسمشر کرزي د دغې محکمې واکونه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارل. له هغه وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دغې محکمې پریکړې ردې کړې او هغه نوماندان یې بریالي اعلان کړل چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون له خوا د باور لیک تر صادریدو وړاندې یې نوماندي رد شوې وه او د هغوی پر وړاندې د شویو پریکړو چې د ملاتړ اسناد یې نه لاره د تائید وړ وګرځییدل.

د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو له پاره دریمې ټاکنې د ۱۳۹۳ کال د وري په شپاړسمه نیټه وشوې. ولسمشر حامد کرزي د قانوني خنډونو له امله نه شوه کولای د دریم ځل له پاره ځان دغې څوکۍ ته ونوموي. په ولسمشریزو دغو ټاکنو کې هم هیڅ یو کاندید و نه توانید چې په اول پړاو کې د رایو اکثریت خپل کړي، دوه مخکښ کاندیدان ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله، د ټاکنو دویم پړاو ته چمتوالی نیوه. په ټاکنو کې د درغلیو تورونو د ټاکنو وروستۍ پایلې تر سیوري لاندې راوستې او د رایو د تفتیش او بیا شمیرنې له پاره زمینه برابره شوه. په پای کې د ۱۳۹۹ کال د تلې په میاشت کې د ملي وحدت حکومت رامنځته شو چې محمد اشرف غني د ولسمشر او عبدالله عبدالله د اجرايي رییس په توګه کار پیل کړ.

د ملي شورا د اوه لسمې دورې ټاکنې په ۱۳۹۷ کال د تلې میاشتې په ۲۸ نیټه د بایومتریک سیستم په کارولو سره ترسره شوې. د دغو ټاکنو له پاره ۲۰۰۰ تنه له ډلې یې ۴۰۰ میرمنو ځانونه د ولسي جرګې څوکیو ته نومولي وو، خو یوازې د غزني ولایت له پاره چې ټول ټال یوولس څوکۍ لري نور په ټول افغانستان کې ټاکنې وشوې (د ټاکنو خپلواک کمیسیون، ۱۳۹۸،د غبرګولي ۲۸). دغه ټاکنې هم د یو لړ ننګونو سره ملې وې، ځکه د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د بایومتریک دستګالوو څخه کار واخیستل شو، دغې نوې ټکنالوژۍ د ټاکنو پایلې هم ترسیوري لاندې راوستې، ځکه د ټاکنو پر ورځ یو شمیر کارکونکو د دغو دستګاو د کارولو سره بلدتیا نه لرله. چې دغې موضوع د ټاکنو پر پایلو اغیز وشیندلو، او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د یو شمیر غړیو د لرې کولو او له هغوی څخه د واکونو د اخیستلو سبب هم شوې. د ولسي جرګې د غړیو د پایلو په اعلانولو سره د ۱۳۹۸ کال په پسرلي کې د جرګې اوه لسمه دوره پیل شوه.

د ولسمشرۍ له پاره څلورمې ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د تلې په شپږمه وشوې. د دغو ټاکنو په وروستیو پایلو کې ډاکټر محمد اشرف غني د ۵۰٫۶۴ سلنې رایو په ګټلو سره د دغو ټاکنو ګټونکی اعلان شو.(د ټاکنو خپلواک کمیسیون، ۱۳۹۸: سلواغه ۲۹).

سرچینې

1.    ارزگانی، مسیح، «په افغانستان کې د ملي شورا د ټاکنو مخینه»، گفتمان نو، سال دوم، شماره پنجم، بهار 1384 ش.

2.    غبار، میر غلام محمد، (1390)،  افغانستان در مسیر تاریخ، تهران، عرفان، چاپ، اول (نشر عرفان).

3.    فرهنگ، میر محمد صدیق، (1380)،  افغانستان در پنج قرن اخیر، تهران، نشر عرفان.

4.    سعادت، عوض­علی، (1396)، تاریخ تحولات سیاسی افغانستان معاصر، کابل، انتشارات بنیاد اندیشه، چاپ اول، خزان.

http://www.iec.org.af/pdf/wolesi-jirga-1397-report.pdf

IEC Social Pages