لیکوال: شاه جهان سرداري

منلې او رڼې ټاکنې د یو لړ ځانګړو اساساتو، پولو او معیارونو درلودونکې دي، چې د هغوی په نشتوالي کې ټاکنې معیاري ټاکنې نه ګڼل کیږي؛ بلکې هغه ټاکنې چې له دغو ټاکلو او مشخصو معیارونو څخه بې برخې وي او په منلو اساساتو او بنسټونو ولاړې نه وي، نو هغه ناقصې او غیر معیاري ټاکنې شمیرل کیږي، چې پایلې یې هم د یو لړ پوښتنو او نیوکو لاندې راځي. د اساساتو او معیاري بنسټونو څخه محرومې ټاکنې د ستونزو د کمولو پر ځاې د ستونزو او کړاونو زیږندې ګرځي او د دې پر ځاې چې ټولنې ته هوساینه او ثبات راوړي، برعکس د ټولنې د بدمرغۍ او بربادۍ لامل هم کیږي.

د معیاري اصولو او بنسټونو نه درلودونکې ټاکنې د ټولنې د سیاسي ثبات د شړیدلو سبب ګرځي.

د معیاري اصولو او بنسټونو څخه بې برخې ټاکنې د ټولنې اجتماعي جوړښت زیانمنوي او د ولسي پرګنو تر منځ کرکې او جلاوالې منځته راوړي.

د معیاري اصولو او بنسټونو څخه محرومې ټاکنې د ټولنې اقتصاد ځپي او په ټولنه کې د اقتصادي کمزورۍ سبب ګرځي.

د معیاري اصولو او بنسټونو څخه عاري ټاکنې په ټولنه کې د نا امنۍ او جنایې جرمونو د رامنځته کیدو سبب ګرځي.

د دې لپاره چې ټاکنې د ټولنې هوسایي او سوکالي تضمین کړي، نو ښایي چې ټاکنې په یولړ اساسي اساساتو او بنسټونو ولاړې

وي او د داسې پولو درلودونکې وي چې د انحراف او کوږوالي څخه یی منع کړي.

په عمومي ډول کولای شو چې د مطلوبو ټاکنو یو شمیر مهم اساسات او بنسټونه په لاندینیو ټکوکې راغونډ کړو:

  1. مناسب قانوني چوکاټ او ټاکنیز سیستم: ټاکنې باید د یو ثابت، مشروع، نافذ او دقیق قانون درلودونکې وي، اود هغې په رڼا کې باید تر سره شي، چې په دې توګه د شخصي اغیزو، تمايلاتو او سلیقو څخه خوندي شي. د دغه ډول مضبوط قانون څخه بې برخې ټاکنې هیڅکله هم د ټولنې د ستونزو هوارونکې نه ثابتیږي او د ټولنې تلپاتي او هراړخیز ثبات نه تضمینوي.

د ټاکنو قانون باید د طبابت د نسخې غوندې د تغیر وړ نه وي چې هر طبیب یې په هر وخت کې د تعدیلولو واک ولري او هر څوک یې د خپل مزاج سره سم تغیر او تعدیل کړي.

همداراز د ټاکنو سیستم باید واضح او پیژندل شوی وي چې خیلو اړخونو ته ښکاره او د قناعت وړ وي.

  1. ټاکلې او مشخصې ټاکنیزې حوزې: ټاکنې باید د مشخصو ټاکنیزو حوزو درلودونکې وي. د مشخصو ټاکنیزو حوزو غیرعادلانه ویش او یا د یادو حوزو نشتوالی، ټاکنې د عدالت له مهم اصل څخه بې برخې کوي او نامقنع پایلې یې ټولنه د بدمرغ پر لورې بیايي.
  2. ناپییلې ټاکنیزه اداره: ټاکنې باید د یوې معتبرې ناپپيلې ادارې لخوا تنظیم او ترسره شي. دغه اداره باید د خپلو کړنو او کارونو څخه د ولس پر وړاندې مسوله او ځواب ویونکې وي. په ټاکنیزې ادارې کې د ناپییلتوب نشتوالی، ټاکنې د ولسونو د باور او اعتماد څخه بې برخې کوي او پایلې یې د ولسونو د باور او قناعت وړ نه ګرځي.
  3. عمومیت او هراړخیزوالی: هر وړ شخص ته باید په ټاکنوکې د ګډون کولو مناسبه زمینه برابره شي، او د وړتيا درلودونکې هیڅ فرد باید د رای ورکولوله حق څخه محروم نشي. د هر ډول تبعیض پر اساس د ټاکنو څخه د ټولنې د ځینو غړو محرومول، د ټاکنو د هراړخیزوالي اساس او بنسټ ته زیان رسوي چې د دغه ډول ټاکنو پایلې نیمګړې او غیر معیاري ګڼل کیږي او د ټولنې د بدمرغۍ لامل ګرځي.
  4. د راې ورکونکو د بشپړ نوملړ شتوالی: د رای ورکولو وړاشخاصو د بشپړ نوملړ شتون هم د معیاري ټاکنو بنسټ دی.

په ټاکنو کې د وړ ګډونکونکو راې ورکونکو نوم لیکنه باید ترسره شوې وي او نوملړ یې ترتیب شوی وي، چې په دې توګه د شرایطو درلودونکي راې ورکونکې مشخص او معلوم وي. د راې ورکولو وړ افرادو د لست یا نوملړ نشتوالی پر ټاکنو د ولسونو باور کموي او پایلې یې د هغوۍ د عدم رضایت څخه محرومې وي. د ټاکنو د یو اساس په توګه د راې ورکونکو د نوملړ موجودیت نه یوازې دا چې د ټاکنو د روڼوالي او ولسي باورلپاره اړین دی، بلکې د ټاکنیزې ادارې سره په لوژستیکي او مالي برخو کې هم ډیره مرسته کوي او چارې یې اسانوي.

  1. د ټاکنیز عامه پوهاوي تعمیم او بشپړوالی: ټاکنیز عامه پوهاوی هم د مقبولو ټاکنو یو غښتلی اساس او بنسټ دی. د ټاکنو په هکله باید دعامه پوهاوي پروګرامونه تعمیم ومومي او پکار ده چې د سرته رسيدونکو ټاکنو په اړه ولس ته پوره تخنیکي او تشویقي معلومات ورکړل شي تر څو ولس په دې پوهه شي چې کومې ټاکنې سر ته رسول کیږي او د څه لپاره ترسره کیږي.

ټاکنیز عامه پوهاوی ښایي د درې مهمو موخو د تحقق لپاره ترسره شي، لومړۍ موخه یې د پوهونې او معلوماتو د رسولو موخه ده چې په ترڅ کې یی راې ورکونکي د ټاکنو اړونده تشویقي او تخنیکي معلومات تر لاسه کوي، دوهمه موخه یې ترغیبي او تکریهي برخه ده چې په ترڅ کې یی راې ورکونکي د حب اوبغض د خصایصو څخه برخمن ګرځي یعنې په ټاکنو کې ګډون کول خوښوي او د دغې ملې بهیر په وړاندې د بې پروایي څخه کرکه او ناخوښي خپلوي، دریمه موخه یی تنفیذي او عملي موخه ده چې په دې حالت کې راې ورکونکی عملا په ټاکنو کې برخه اخلي او د خپل پام وړ نوماند ته راې ورکوي.

د عامه پوهاوي څخه بې برخې ټاکنې د هغوۍ سره د ولسونو رغبت او خوښي کموي او په ټاکنو کې د خلکو د نه ګډون سبب ګرځي، چې په ټاکنو کې د خلکو لږ ګډون او بې رغبتي هم د ټاکنو مشروعیت او قانونمندي د پوښتنو او اندیښنو سره مخامخوي.

  1. د کاندیدانو د نومونې بهیر: د کاندیدانو د نومونې بهیر هم د منلو ټاکنو یو بنسټ دی، دغه بهیر هم باید په خورا دقت او شفافیت سره ترسره شي او د شرایطو درلودونکي هر نوماند ته باید د نومونې موقع مهیا شي، همدا راز د مطلوبو او ځانګړو شرایطو څخه محروم افراد باید د نوماندانو نوملړ ته لار ونه مومي.
  2. د ټاکنیزو مبارزو لپاره ټاکلې وخت: نوماندانوته باید د انتخاباتي مبارزو لپاره کافي وخت اومناسب شرایط برابر کړای شي. ښایي هر نوماند وکولاې شي چې ولسونو ته خپلې تګلارې او پلانونه په واضح او روښانه توګه ورسوي تر څو د خپلو تګلارو د موثریت په تناسب د ولسونو اعتماد خپل کړي.

دلته یو ټکی د یادولو وړ دی چې ټاکنیزې مبارزې او هلې ځلې هم باید مطلقې او بې ضوابطو نه وي چې هر ځوک په کې د خپلو ځانګړو غوښتنو مطابق مشروع او نامشروع کړنې سرته ورسوي، بلکې ښایي د دغو کړنو پولې ټاکلې وي او هر هغه څه چې د عامه خیر ښیګڼو په زیان وي او یا د ټولنې د اخلاقي او ملي ارزښتونو څخه تیری اوسرغړونه وي، هغه باید ممنوع او د مواخذې وړ شمیرل شوی وي.

  1. د شکایتونو څیړل: د ټاکنیزو سرغړونو څخه ټولو راولاړ شوو شکایتونو او نیوکو ته باید رسیدګي وشي او په دغه هکله ټولو پوښتنو ته باید د قوانینو په چوکاټ کې مقنع او مناسب ځوابونه ورکړل شي چې د شاکي د اقناع او ارضاء وړ وګرځي. که د ټاکنیزو شاکیانو انديښنې له منځه ولاړې نه شي نو ممکنه ده چې د پایلو څخه د هغوۍ ناخوښي په ټولنه کې اړې دوړې او تشنجات منځته راوړي او د اجتماعي ډلو ټپلو او افرادو تر منځ سیاسي ربړې رامنځته شي.
  2. د سیاسي ګوندونو ګډون: د ټولنې سياسي احزابو او ډلو ټپلو ته بايد په ټاکنیزو فعالیتونو کې د مناسب رول لوبولو او

سالمې سيالۍ زمينه برابره شي. څرنګه چې د ټولنې مخکښه افراد، د ټولنې د حالاتو د بهبود لپاره د خپلو لیدلورو سره سم د

همفکرو او همنظرو اشخاصو څخه احزاب او ګوندونه تشکیلوي، نو ښایي چې د ټولنې دغه قشر ته په ټولو ټاکنیزو فعالیتونو کې د هلو ځلو موقع مساعده شي.

  1. د غونډو او بیان ازادي: په هر ټاکنیز پړاو کې باید ټولو سیاسي ګوندونو او خپلواکو نوماندانو ته دغونډو او بيا ن ازادي

حاصله وي او د ټولنې د عامه خیر ښیګڼو او ملي مصلحتونو په نظر کې نیولو سره باید پر هغوۍ هیڅ ډول محدودیت نه وي.

د غونډو او بیان ازادي نه یوازې دا چې د نوماندانو د برنامو څخه د ولس د اګاهۍ سبب ګرځي، بلکې له دې څخه زیات د ټاکنیز عامه پوهاوي لپاره هم یوه اغیزمنه لار ده.

  1. په بیړې د نتایجو اعلان: د ټاکنو پايلې بايد په بيړې سره اعلان شي تر څو ولسونو ته په پایلو کې د لاسوهنو او تشبث

شکونه او اندیښنې پیدا نه شي. د پایلو د اعلانولو ځنډول نه یوازې دا چې شکونه او اندیښنې راپاروي، بلکې د ټولنې د ژوندانه ټول ډګرونه د رکود سره مخامخ کوي.

  1. ولسي لږکيوته پاملرنه: د ټاکنو د ملي او نړیوال اعتبار لپاره دا هم اړینه ده چې د ټولنې ټولو پرګنو ته باید پاملرنه وشي او ولسي لږکي باید د حرمان پر ځاې د ځانګړو امتیازاتو څخه برخمن شي. په سیاسي ډګر کې د لږکیو استازولي د ټولنې سیاسي اعتبار زیاتوي او په کورني او بهرني دواړو ډګرونو کې یې موقف غښتلی کوي.
  2. نظارت او مشاهده: ټول ټاکنيزفعاليتونه بايد د کورنیو او نړيوالو څارونکو اوکتونکو لخوا وڅارل شي، او د هغوۍ په څارنه بايدهيڅ ډول محدوديتونه ونه تپل شي. نظارت او مشاهده د مقبولو ټاکنو داسې اساس او بنسټ دی چې د ټاکنو مشروعیت او منل ورسره مستقیما متناسب دي.

هرڅومره چې په ټاکنیزو پړاوونو کې نظارت او مشاهده غښتلي وي، هومره یې پایلې منلي او مقبولې وي.

  1. په مسلکي او متقنه توګه د ټاکنیزو فعالیتونو تر سره کول: په ښه او مسلکي ډول د ټاکنیزو فعاليتونو سرته رسول هم

د منلو او مقبولو ټاکنو یو ارزښتمند اساس او بنسټ دی.

د دې لپاره چې ټاکنیز فعالیتونه په مسلکي توګه ترسره شي، نو ښایي چې دغه فعالیتونه د مسلکي، مجربو او وړ کارمندانو په واسطه سرته ورسول شي.

د کارمندانو په ګومارلو کې دقت، وړتیا او شفافیت رعایتول هغه څه دي چې د ټاکنیزو فعالیتونو مسلکي والی تضمینوي.

د ټاکنو پورته ذکر شوي اساسات او بنسټونه د منلو ټاکنو ټول اساسات او بنسټونه نه دي، او ممکنه ده چې د تحقیق او څیړنو په ترڅ کې داسې نور توضیحات هم بیاموندل شي چې د ټاکنو مشروعیت او مقبولیت نور هم مضبوط او پیاوړی کړي.

ذکرشوي اساسات زما د تحقیق او پلټنو محصول دی، دا شونې ده چې نور محققین دغه نیمګړی تحقیق تکمیل او بشپړ کړي.

IEC Social Pages