د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي څانګه خلکو ته د اطلاع رسولو او پوهې ورکولو ځانګړې څانګه ده چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په اډانه کې د عامه پوهاوي له پاره د تګلارو او پلانونو د پلي کولو دنده په غاړه لري.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي څانګه مسولیت لري چې د ټاکنو د ټولو پړاوونو او لاسته راوړنو له ( د رأی ورکونکو له نوم ثبتونې نیولې بیا د کاندیدانو یا نوماندانو تر نوم ثبتونې ، کمپاینونو، د رأی ورکولو ورځې، رأی شمیرنې، خلکو ته د اطلاع رسولو، د ټاکنو د ترسره کولو او د ټاکنو د پایلو تر اعلانیدو پورې) د مهال ویش سره سم خلکو ته پخپل وخت اطلاعات ورسوي ، او معلوماتي توکي تر چمتو کیدو وروسته د رسنیو له لارې خلکو ته خپاره کړي:
- د معلوماتي ویدیو ګانو خپرول؛
- د معلوماتي پوسترونو، بیلبورډونو، پل ساینونو او بروشورونو خپرول؛
- د ټاکنیزو معلوماتي پاڼو خپرول؛
- د راډیویي او ټلویزیړني پیغامونو خپراوی؛
- د ټولنیزو رسنیو له لارې د خبرونو، اطلاعیو، اعلامیواو پیغامونو خپرول؛
- د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په ویب پاڼو کې د ټاکنو مهمو مطالبو ته ځای ورکول؛
- د خبر پاڼو خپرول؛
- د ټیلیفوني اړیکو څانګه (کال سنټر)؛
- مطبوعاتي ناستې؛
- مشورتي غونډې؛
- د مخامخ جلسو نیول(مبلغین)؛
- د ښوونیزو سمینارونو او ورکشاپونو جوړول؛
- او په ښارونو او ولایتونو کې د ګرځنده تیاتر جوړول.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي د ریاست د اطلاعاتو او رسنیو سره د اړیکو څانګه، د اطلاع رسونې او له رسنیو سره د نژدې اړیکو د پاللو په پار، د دې تر څنګ چې د کمیسیون د پروګرامونو او ناستو د خبري پوښښ لپاره کار کوي یو لړ مطبوعاتي کنفرانسونه، علني جلسې، مشورتي ناستې، خبري او مطبوعاتي اعلامیې هم خپروي. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي
د ریاست له رسنیو څخه د څار څانګه هم لري چې د رسنیو خپرونې څاري او هره ورځ خپل رپوټ او د پام وړ توکي د کمیسیون مشرتابه او ویاندویانو ته استوي. دا رنګه د ټاکنو په تړاو یو لړ اړین موضوعات د خپلو ټاکنیزو ملګرو ( سیاسي ګوندونو، مدنې ټولنې، د څار بنسټونو او رسنیو) سره چې د خلکو د پوهاوي د کچې د لوړولو لپاره مهم او اړین دي د ټاکنو د قانون او د افغانستان د اساسي قانون سره سم چمتو کوي او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ویب پاڼې له خوا یې خپروي.