د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي ښاغلي تادامیچي یماماتو چې د افغانستان د اوضاع په اړه یی په امنیت شورا کې راپور وړاندې کول د ټاکنو د ترسره کیدو په اړه هم ځیني خبرې درلودې خو له بده مرغه چې ځینو رسنیو د نوموړي له خبرو څخه ناسم پوهاوی ترلاسه کړی ؤه او داسې یی وانګیرله چې ګواکې د ښاغلي یماماتو په وینا د ټاکنو د ترسره کیدو لویه ستونزه د ټاکنیزو کمیسیونونو کم ظرفیتي او عدم استقلال ده!!!

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو قانون د مکلفیت له مخې، په ټاکنیزو بهیرونو کې د سمونو راوستلو ته ژمن دی. په ټاکنو او ولسواکۍ کې د سیاسي ګوندونو اهمیت او نقش ته په کتو، د ټاکنو خپلواک کمیسیون تل هڅه کړیده ترڅو پدې ملي بهیر کې د ښکیلو اړخونو او سیاسي ګوندونو سپارښتنې او مشورې واخلي. ددې هڅو په پایله کې د ټاکنو کمیسیون د دوی وړاندیزونه راټول او ډیرۍ برخې ورته عملي کړیدي او دا دریځ به په ټولو ټاکنیزو بهیرونو کې دوام ولري.

دغه خبره، نن د روان کال د وري په ۲۵مه نیټه، د کمیسیون د رسنیو په مرکز کې، د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس ښاغلي عبدالبدیع صیاد له لوري د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې څرګنده شوه. ښاغلي صیاد زیاته کړه چې: د تلې په ۲۸مه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسره کولو ته قوي اراده لري.

IEC Social Pages