د دی پایلې پر بنسټ د ولسي جرګې په ټاکنو کې لاندینیو کسانو تر نورو ډیرې رأیی ترلاسه کړيدي:

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د د ۱۳۹۷ کال د تلې د اته ویشتمې نیټې د ولسي جرګې د شپږو ټاکنیزو حوزو وروستۍ پایلې د کب په اته ویشتمه نیټه اعلان کړې. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرې میرمن حوا علم نورستانۍ خبریالانو ته د ښه راغلاست ویلو وروسته وویل چې دواړه ټاکنیز کمیسیونونه په همغږي سره ګډې هڅې کوي، او غواړي ټولې چارې په بشپړې ژمنتیا تر سره کړي.

د ټاکنو کمیسیون تیرو ټاکنیزو ننګونو او قانوني مکلفیتونو ته په کتو، په شرایطو پوره رأی ورکوونکي ثبتوي او د رأی ورکوونکو نوملړ چمتو کوي چې هر رأی ورکوونکی د رأی اچونې له یوه ځانګړې مرکز سره تړاؤ ولري.

IEC Social Pages