د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرتابه د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د رایه ورکوونکو د تقویتي نوم ثبتونې د بهیر پای نن، د چنګاښ په اتمه نېټه د ګڼو رسنیو په شتون کې رسمآ اعلان کړ.
د رایه ورکوونکو تقویتي پروسه د روان کال د غبرګولي په اتلسمه نېټه پېل او د چنګاښ په اتمې نېټې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې پای ته ورسېده. د غزني ولایت د رایه ورکوونکو نوم ثبتونه د ځینو امنیتي ستونزو او لاریونو له کبله د څو ورځو ځنډ وروسته پېل شوه؛ له همدې کبله دغه پروسه په غزني ولایت کې د یوې اونۍ له پاره وغځیده.
نن د غرمې وروسته د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رئیسې مېرمن حواعلم نورستانۍ د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل: د رایه ورکوونکو د تقویتي نوم ثبتونې پروسه چې د غبرګولي په اتلسمه پېل شوې وه؛ د غزني ولایت پرته د روان کال د چنکاښ په اتمه نېټه پای ته رسېږي.