د ټاکنو خپلواک کمیسیون د زیاتو هڅو، پوره تیاري او ښکېلو اړخونو ـ په ځانګړي ډول د افغانستان د شریفو خلکو په همکارۍ د ۱۳۹۸د تلې د شپږمې د ولسمشریزو ټاکنو سراسري پروسه ښه مدیریت کړه.

 تاسو ته مالومه ده چې د ټاکنو پروسه بېلابېل پړاوونه لري چې د پایلو راټولول، د لومړنیو پایلو اعلانول او له ټاکنیز مهالوېش سره سم نیوکو او شکایتونو ته رسېدنه د ټاکنو وروستي پړاوونه دي. 

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له ټولو ښکېلو خواوو چې تر اوسه یې د کمیسیون زحمتونو ته په درنه سترګه کتلي او زموږ د کارونو ملاتړ یې کړی، مننه کوي. همدارنګه موږ له ټولو ښکېلو خواوو په پوره درناوي هیله کوو چې حوصله له لاسه ورنکړي تر څو کمیسیون له ټاکنیز مهالوېش سره سم د پایلو د راټولولو بهیر ډېر زر او په ښه ډول پای ته ورسوي. 

 د یادولو وړ ده چې د کمیسیون د سرور او سیستم په اړه ځينې اوازې خپرې شوي چې کاملا بې اساسه دي. باید تاسو ته خبر درکړو چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په سرور کې د سایبري امنیتي ستونزو د مخنیوي لپاره ځينې موارد زیات شوي او د اطلاعاتو حجم هم زیات دی چې دغې چارې له بایومتریک دستګاوو نه مرکزي سرور ته د اطلاعاتو د لېږد سرعت کم کړی دی. زموږ تخنیکي همکاران په دې برخه کې شپه ورځ کار کوي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرکزي سرور ته د اطلاعاتو د لېږدولو سرعت زیات کړي او دغه ستونزه به زر حل شي. 

 د ټاکنو خپلواک کمیسیون د هېواد اوسنۍ فضا او د وضعیت سم درک ته په کتو د ټاکنو د پاتې پړاوونو ښه مدیرت ته ژمن دی. 

 د ټاکنو خپلواک کمیسیون د افغانستان شریفو خلکو او د ټاکنو ښکېلو اړخونو ته ډاډ ورکوي چې بشپړ شفافیت به مراعاتوي او د ټاکنو ابتدايي پایلې به له ټاکنیز مهالوېش سره سمې اعلانوي.

IEC Social Pages