د ټاکنیزو کمیسیونونو مشرتابه پلاوي د دغو کمیسیونونو ترمنځ د همغږۍ خبر ورکړ او د تلې په شپږمه یې د خلکو، امنیتي ځواکونو، همکارو بنسټونو او رسنیو له ګډون او ملاتړ نه مننه وکړه.

په دغه ناسته کې د کمیسیون رییسې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه:"د عادي او ډیجیټلي مالوماتو د ثبت په مرکزونو کې پروسس روان دی، ملي او نړیوال څارونکي هره ورځ د کمیسیون کار ګوري او ارزونه یې کوي."

د کمیسیون رییسې زیاته کړه:"تر یوولس زرو زیات د پایلو فورمونه تصفیه، کاپي او ارزول شوي او تر ۸۵۰۰ زیات فورمونه د مالوماتو په مرکز کې داخلولو ته تیار دي. همدارنګه د ۲۲زرو په شاوخوا کې ډیجیټلي فورمونه سیستم ته داخل شوي چې تر ۱۴۵۰۰زیات فورمونه یې پروسس شوي ‌دي."

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون رییسې زهرې بیان شینوارې د ۴۵۰۰شکایتونو د راټولولو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې د دغو شکایتونو تصنیف او څېړل جریان لري.

د کنفرانس په پای کې د ټاکنیزو کمیسیونونو مشرتابه پلاوي د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل او د ټاکنو د پروسې د شفافیت او کمیسیونونو د خپلواکۍ ډاډ یې ورکړ.

IEC Social Pages