د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کمیسیون او امنیتي ارګانونو د تخنیکي او امنیتي تیاریو، د دغې پروسې له شفافیت نه د هېوداوالو د ډاده کېدو او په ټاکنو کې د ګډون لپاره د خلکو د هڅولو په موخه د کمیسیون په تالار کې مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ.

د کمیسیون رییسې حوا علم نورستانۍ د تلې شپږمه د هېواد د تاریخ برخلیک جوړوونکې ورځ وبلله او له ټولو هغو کسانو یې چې د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي، وغوښتل چې په دغه پروسه کې ګډون وکړي. مېرمن نورستانۍ له ټولو ټاکنیزو شریکانو وغوښتل چې خلک په دغه پروسه کې ګډون ته وهڅوي. نوموړې همدارنګه د دغې پروسې پر شفافیت ټینګار وکړ.

نوموړې همدارنګه د ټاکنو د ترسره کولو لپاره د امنیتي او تخنیکي تیاريو او مرکزونو ته د حساسو او غیرحساسو موادو د لېږد د بشپړولو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې ټاکنې په هېواد کې د بحران مخه نیسي.

په پای کې یې له ټولو ټاکنیزو شریکانو او امنیتي ځواکونو مننه وکړه او د دولت له مخالفو ډلو یې وغوښتل چې دغه ملي پروسه ګډه‌وډه نه کړي.

وروسته د کمیسیون منشي او غړي ښاغلي مسافر قوقندي او نورو غړو ښاغلي مولانا محمدعبدالله، ښاغلي محمدحنیف دانشیار او ښاغلي اورنګزیب د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل، له رسنیو، ملي او نړیوالو ټاکنیزو شریکانو او امنیتي ځواکونو یې له دغې پروسې سره د همکارۍ له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه:« مرکزي سرور داسې عیار شوی چې د تکراري او نیابتي رایو مخه نیسي، درغلي کوونکی کس پېژندل کېږي او عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل کېږي. له همدا اوس نه خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې په دغه پروسه کې هېڅ درغلي امکان نه لري. پر دې اساس له ټولو خلکو غوښتنه کوو چې د رایو صندوقونو ته ولاړ شي، رایه وکاروي او خپل برخلیک وټاکي. همدارنګه په ټاکنو کې له ټولو ښکېلو اړخونو غواړو چې د دغې پروسې جدي څارنه وکړي او له خپلو خلکو غواړو چې د درغلۍ د لیدلو په صورت کې د معلوماتو له مرکز سره اړیکه ونیسي.»

دغه کنفرانس د ۱۳۹۸کال د تلې په پنځمه د کمیسیون په تالار کې جوړ شوی و چې د کمیسیون رییسې حوا علم نورستانۍ، مرستیال سیدعصمت الله مل، منشي او غړي مسافر قوقندي، غړو محمدحنیف دانشیار، مولانا محمدعبدالله، اورنګزیب، رحیمې ظریفي، احمداسحاق احسن او ایلوینا روبنسن ګډون پکې درلود.

IEC Social Pages