د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو د پروسې له شفافیت نه د ډاډه کېدو لپاره د ټاکنو د قانون له احکامو سره سم د باورلیکونو د ورکړې غوښتونکو او په شرایطو برابرو څارونکو او کتونکو بنسټونو او جمعي رسنیو ته باورلیکونه ورکوي او د څارونکو، کتونکو او راپور ورکوونکو پېژندکارتونه تاییدوي.

 د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر اوسه څارونکو او کتونکو بنسټونو او جمعي رسنیو ته (۱۱۳)باورلیکونه ورکړي او همدارنګه یې (۱۰۵۳۳۰)کارتونه په سیستم کې ثبت کړي. د ثبت شوو کارتونو له ډلې یوازې (۳۷۲۲۲) پېژندکارتونه د کمیسیون لخوا تایید شوي چې دغه لړۍ د کمیسیون په مرکزي او ولایتي دفترونو کې جریان لري. 

د ۱۳۹۸ د تلې د شپږمې د ولسمشریزو ټاکنو له مهالوېش سره سم ټاکل شوې وه چې د باورلیکونو او پېژندکارتونو د ورکړې لړۍ د روان کال د وږي تر دېرشمې نېټې پورې بشپړه شي؛ خو له یوې خوا په سیستم کې د شته ستونزو او د بنسټونو لخوا د هغو له کارولو سره د نااشنایۍ او له بلې خوا د زیاتې تقاضا له امله پر وخت بشپړه نه شوه. 

پر دې اساس پورتنیو ستونزو ته په کتو د باورلیکونو د ورکړې لړۍ د تلې میاشتې تر درېیمې او د پېژندکارتونو د تایید لړۍ د تلې تر څلورمې نېټې تمدیدېږي. تر یادې نېټې وروسته د هېڅ بنسټ د باورلیک د ورکړې او پېژندکارت د تایید غوښتنه د منلو نه ده.

IEC Social Pages