په راتلونکو ټاکنو کې د درغلۍ د مخنیوي د نویو معیارونو د معرفي کولو لپاره د ۱۳۹۸د زمري په نهه ویشتمه د کمیسیون د رسنیو په مرکز کې مطبوعاتي کنفرانس جوړ شو.

په پیل کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییسې مېرمن حوا علم نورستانۍ د کمیسیون د کارکوونکو په استازیتوب د زمري په اووه ویشتمه په کابل کې د واده پر مراسمو د برید او د زمري په اتمه ویشتمه په ننګرهار کې د چاودنو له امله د وژل شوو کسانو کورنیو ته د غمرازۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړل او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا دعا وکړه.

مېرمن نورستانۍ د دې تر څنګ د افغانستان ټول اتل ملت ته د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د سلمې کلیزې مبارکي وویله او زیاته یې کړه:"غواړم خپلو شریفو خلکو ته ډاډ ورکړم چې کمیسیون ان شاءالله د تلې د شپږمې ټاکنو شفافو ترسره کولو ته بشپړ تیاری لري. د موادو لېږدول، د کارکوونکو ګومارل او روزل دوام لري او د بشپړېدو په حال کې دي."

په دې ناسته کې مولانا محمدعبدالله د شهیدانو له کورنیو سره د غمرازۍ او د خپلواکۍ د ورځې د مبارکۍ تر څنګ وویل:"د درغلۍ ضد تدابیر په درېیو لایحو(رایې ورکولو، رایې شمېرلو، پلټلو او باطلولو) کې نیول شوي دي."

ښاغلي عبدالله د خپلو خبرو په دوام وویل:"د رایې ورکوونکو له نوملړ نه څلور لکه نومونه چې شرایط یې نه وو پوره کړي، لرې شوي او نور تدابیر هم نیول شوي دي، د بېلګې په ډول: د رایې ورکولو هر محل ته د بایومتریک یوه دستګاه په پام کې نیول شوې چې د اړوند محل ۴۰۰تنه رایه ورکوونکي پکې ثبت دي. همدارنګه په هر مرکز کې یوه اضافي دستګا په پام کې نیول شوې ده."

نوموړي زیاته کړه:"رایه ورکوونکی باید د تابعیت تذکره او سټيکر ولري، د بایومتریک دستګاه یې وپېژني، د ګوتې نښه او انځور یې واخیستل شي او د رایې ورکولو لپاره امنیتي کُد ترلاسه کړي چې دغه پړاوونه د نیابتي رایو مخه نیسي. پر دې سربېره د رایې ورکولو د مرکزونو کارکوونکي هم بایومتریک شوي، له بایومتریک پرته رایپاڼې باطلې دي او هغه پاڼې چې د رایې ورکولو تر وخت وړاندې یا وروسته اچول شوې وي، د ټایمر له مخې پېژندل کېږي او باطلېږي"

نوموړي وویل:"دا نوي تدابیر چې د کمیسیون د ویبسایټ په نشر شوو لایحو او طرزالعملونو کې درج دي، مخکې نه وو او د نوي سلنه درغلۍ مخه نیسي."

د یادولو وړ ده چې د کمیسیون کمیشنرې مېرمن ظریفي د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل:"د مېرمنو انځور اخیستل کوم شرعي خنډ نه لري. مېرمنې د تذکرې، پاسپورت، حج د مراسمو او نورو لپاره انځورونه اخلي او کورنۍ یې مخه نه نیسي، نو شریف هېوادوال دې د شفافیت د اصل د پلې کولو لپاره له کمیسیون سره مرسته وکړي."

IEC Social Pages