ټاکنیزو کمېسیونونو د ۱۳۹۸ لمريز کال د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کولو له پاره، د کابل استار په هوټل کې، د همغږۍ ګډه ناسته  ترسره کړه.

په دغه کنفرانس کې، ټاکنیزو کمیسیونونو د همغږۍ ګډه اعلامیه له رسنیو سره شریک کړه چې په کې داسې مطالب رانغښتل شوي وو: د ټاکنو د قانون پر بنسټ او د هېواد د خلکو او ملي ګټو ته په ژمنتیا سره د ټاکنیزو کمېسیونونو مشرتابه غړي د روان کال د تلې د شپږمې نېټې د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کولو ته بشپړ چمتووالې لري.

همداشان د ټاکنیزو کمېسیونونه له یو بل سره د ګډې همغږۍ او همکارۍ  او د ټاکنیزو چارو د ښکېلو خواوو د مرستې پر مټ، د دغې پروسې ستونزې او خنډونه په ډاګه کوي او د تېرو ټاکنو له تجربو او زده کړو څخه په ګټې، دغه ستونزې حلوي او په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګڼ شمېر وکړو د ونډې او د باور فضا رامنځته کوي.   

د ټاکنو په بهیر کې د ښکېلو خواوو لکه: د نړېوالو بنسټونه، اړونده دولتي ارګانونو، د مدني ټولنې بنسټونو، ائتلافونو او سیاسي ګوندونو، رسنیو او نوماندانو، د ټاکنو قانون د ۹مې مادې سره سم، په ټاکنیز بهیر کې رول او اغیزه لري؛ نو له همدې کبله، د ټاکنیزو کمیسیون مشرتابه غړي، د ټاکنو په بهیر کې د ټاکنو له ښکېلو خواوو څخه تمه لري چې، د دغې ملي پروسې د بریالیتوب له پاره دې دوی سره مرسته او همکاري وکړي.

IEC Social Pages