ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ کاندیدان د ټاکنو د مهالویش له مخې ۶۰ ورځې (د زمري له ۶ مې څخه د تلې تر ۳ مې)  پورې وخت لري چې ټاکنیز کمپاینونه ترسره کړي.

 د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرې میرمن حوا علم نورستانۍ په یو خبری کنفرانس کې وویل: "په شرایطو برابر ټول رایه ورکونکي که ښخینه دي که نارینه، حق لري چې د ټاکنو پر ورځ د خپلې خوښې یو کاندید ته رایه ورکړي".

 میرمن نورستانۍ د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل:"د رایو کارونه او د یو کاندید له پاره رای ورکول هغه مهال اسانه پریوځي، چې هیوادوال د هر کاندید په اړه معلومات ولري او د هغوی د راتلونکو تګلارو په تړاو یې پوهاوی ترلاسه کړی وي. او هغه تګلارې چې کاندیدان یې په اړه خلکو ته معلومات ورکوي دوی وپوهیږي چې د کاندیدانو له ډلې کوم یو ته یې رایه ورکړي. د کاندیدانو د تګلارو او د رای ورکونکو د جلبولو له پاره د ټاکنیزو مبارزو دوره ۶۰ ورځې ټاکل شویده".

 د ټاکنو خپلواک کمیسیون، ښاغلیو کاندیدانو، د هغوی ملاتړو، سیاسي ګوندونو او ټلوالو ته په کلکه سپارښتنه کوي چې د قانون حکمونه، لوایح په تیره بیا د ټاکنیزو مبارزو لایحه او د دغو مبارزو د مالي چارو د تنظیم لایحه، طرزالعملونه او هغه تګلارې او مصوبې چې د کمیسیون په رسمی ویب پاڼه کې خپرې شوي هغه په پام کې ونیسي او د هغو له مخې دې خپلې ټاکنیزې مبارزې سمبالې کړي. دغه لوایح او طرزالعملونه تر دې وړاندې د باورلیکونو د ویش په غونډه کې کاندیدانو ته سپارل شویدي. تمه ده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ټاکنو د قانون له احکامو څخه د سرغړونې پر وخت د ټاکنو د قانون، لوایحو او طرزالعملونو سره سم قانوني چلند وکړي.

 له بلې خوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون د (۱۳۹۸ کال د غبرګولي په ۸ مه) نیټه د خپلو قانونی مکلفیتونو له مخې د ولسمشریزو ټاکنو له پاره تاکنیز مهالویش اعلان او د ویب پاڼې له لارې یې خپور کړیدی، د دغه مهالویش له مخې ټاکنیز کمپاین د ټاکنو له ورځې ۴۸ ساعته وړاندې پای ته رسیږي چې دغې دورې ته د سکوت دوره ویل کیږي، هیڅوک نه شي کولای په دغه دوره کې ټاکنیزې هلې ځلې وکړي.

 د ټاکنو خپلواک کمیسیون، له څو میاشتو را په دې خوا د ۱۳۹۸ کال د تلې په شپږمه په بریالیتوب سره د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو  له پاره شپه او ورځې هڅې کړي او زیار یې ګاللی دی. ټاکنې په هیواد کې په سوله یزه توګه له یوه کس نه بل ته د واکمنۍ لیږد ته وايي  زموږ په هیواد کې که څه هم چې ټاکنې نوې پدیده ده، خو دا یواځینۍ لاره ده چې موږ یې له امله د جګړو او نا امنیو څخه ژغورل کیږو او په سوله یز ډول خپل ملي مشران د خپلو رایو له مخې ټاکو.

IEC Social Pages