د ټاکنو خپلواک کمیسیون ژمن دی چې د ۱۳۹۸ کال د تلې په شپږمه نیټه، ولسمشرۍ ټاکنې په راڼه، عادلانه او سرتاسري توګه ترسره کړي.

له نیکه مرغه ، د ولسمشرۍ ټاکنو ټوله بودجه  د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په  ۲۰مه نېته منظور شوې ده؛ د کمیسیون  مشرتابه له حکومت او نړیوالې ټولنې څخه مننه کوي.

د یادولو ده، چې د دغې بودجې ۹۰ ملیونه ډالره  د حکومت او ۵۹ میلیونه نور یې د نړیوالې ټولنې له خوا منل شوي چې په ټوله کې ۱۴۹ ملیونه ډالرکیږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له ټولو ښکېلو اړخونو، ملي او نړیوالو بنسټونو او د افغانستان له پتمنو خلکو غواړي چې د دغه ملي بهیر په ترسره کولو کې خپله ملي، قانوني او اخلاقي وجیبه ترسره کړي او د ټاکنیزو کمیسیونونو سره د مرستې او همکارۍ تر څنګ له هغو ملاتړ هم وکړي.

IEC Social Pages