د رایه ورکوونکو تقویتي پروسه د روان کال د غبرګولي په اتلسمه نېټه پېل او د چنګاښ په اتمې نېټې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې  پای ته ورسېده. د غزني ولایت د رایه ورکوونکو نوم ثبتونه د ځینو امنیتي ستونزو او لاریونو له کبله د څو ورځو ځنډ وروسته پېل شوه؛ له همدې کبله دغه پروسه په غزني ولایت کې د یوې اونۍ له پاره وغځیده.   

د تقویتي نوم ثبتونې ارقام:

نارینه: ۱۹۷۱۱۰

ښځینه: ۱۱۶۴۴۶ 

کوچیان: ۴۶۸۶ 

تول: ۳۱۸۲۴۲  

 د مرکزونو بدلون او د رای ورکوونکو د نومونو سمولو ارقام:

د نومونو سمول: ۳۶۰۳

د مرکز بدلون: ۱۶۷۲۶

 په غزني ولایت کې:

نارینه: ۴۶۹۶۱ 

ښځینه: ۲۲۳۶۸ 

کوچیان: ۳۶۰ 

تول:۶۹۶۸۹   او نوم ثبتونه روانه ده.

د یادولو وړ ده چې دغه ارقام وروستې ندې؛ کله چې  د نوم ثبتونې کتابونه معلوماتو ملي مرکز ته ورسېد او تصفیه شوو، وروستي ارقام به خپاره شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ټولو ملي او نړېوالو بنسټونو، شخصیتونو او د افغانستان د عزتمندو خلکو غواړي چې خپله قانوني، وجداني او اخلاقي دنده په دغې ملي پروسه کې ترسره کړي او له کمېسیون سره همکاري وکړي.

IEC Social Pages