د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرتابه د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د رایه ورکوونکو د تقویتي نوم ثبتونې د بهیر پای نن، د چنګاښ په اتمه نېټه د ګڼو رسنیو په شتون کې رسمآ اعلان کړ.

د دغه کمېسیون مشرې مېرمن حواعلم نورستانۍ د دغې پروسې په بهیر کې د لاسته راوړنو اوخنډونو په اړه خبرې وکړې او د تقویتي نوم ثبتونې وروستي ارقام یې له رسنیو سره شریک کړه او زیات یې کړه: « د هېواد په ۳۳ ولایتونو د رايه ورکوونکو د تقویتي نوم ثبتونې له پاره ۳۱۸۲۴۲ تنو خپل نومونه ثبت کړي؛ چې له دغې ډلې ۱۹۴۹۷۸تنه يې نارینه، ۱۱۷۴۳۹ تنه ښځینه او ۴۹۷۸ تنه يې کوچیان دي. په غزني ولایت کې ۸۳۲۵۳ تنو کسانو تر اوسه خپل نومونه ثبت کړي چې له دغې ډلې۵۵۹۵۱ تنه يې نارینه، ۲۶۸۹۸ تنه ښځینه او ۴۰۴ تنه يې کوچیان دي. 

د یادولو ړو ده چې دغه ارقام وروستي ارقام ندي؛ کله چې د نوم ثبتونې کتابونه، معلوماتې ملي مرکز ته راورسېږې او تصفیه شي بیا به وروسته او کره ارقام له تاسو سره شریک کړای شي.» 

د دغه کمېسیون منشي مسافر قوقندي او غړي اورنګ زیب د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ووایه او په هېواد کې یې د رڼو ټاکنو پر ترسره کولو ټینګار وکړ.

د  رایه ورکوونکو تقویتي پروسه د روان کال د غبرګولي په اتلسمه نېټه پېل او د چنګاښ په اتمه نېټه د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې نن رسمآ پای ته ورسېده؛ د غزنې ولایت د رایه ورکوونکو سراسرې نوم ثبتونه پروسه؛ چې د غبرګولي په اتلسمه پېل شوې وه؛ د چنګاښ تر پینځلسمې نېټې یعنې یوه اونۍ نوره هم وغځېده.

دغه کنفرانس د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په اتمه نېټه د دغه کمېسیون مشرې مېرمن حواعلم نورستانۍ، دغه کمېسیون منشي مسافر قوقندي، غړي اورنګ زیب، محمد حنیف دانشیار او رحیمې ظریفي او د هېواد د ګڼو رسنیو په ګډون د دغه کمېسیون د رسنیو په مرکز کې ترسره شو. 

IEC Social Pages