د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرتابه، عربي متحده اماراتو ته د ټاکنو د مشرتابه پلاوي د سفر په هکله خپل معلومات د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې له رسنیو سره شریک کړه.

د دغه کمېسیون رئیسې مېرمن حواعلم نورستانۍ د دغه سفر موخه د رڼو او عادلانه ټاکنو د ترسره کولو له پاره له درملوک کمپنې چې د بایومتریک دستګاه جوړوي له نږدې کتل وبلل او د دغه سفر ټول جزئیات يې له رسنیو سره شریک کړه.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د دغه کمېسیون رئیسه مېرمن حوا علم نورستانۍ، غړې مېرمن رحیمه ظریفي، دارالانشاء عمومي رئيس داکټرحبیب الرحمن ننګ، د دارالانشاء مالي او اداري مرستیال سیدعبدالاحد رښتیا او نور تخنیکي پلاوي د درملوک کمپنې لیدو او د د دغې کمپنې له مسوولینو سره د بایومتریک د دستګاوو د ګته اخیستنی او پېرېدو په هکله خبرو له پاره ورغلي وو او په دغې برخه کې پرمختګ هم شوی وی.

دغه کنفرانس د ۱۳۹۸ لمریز کال د چنګاښ په څلورمه نېټه د دغه کمېسیون مشرتابه او غړو او د کڼو رسنیو په شتون کې ترسره شو.

IEC Social Pages