د ټاکنو قانون د شپږمې مادې د ۱ او ۴مې فقرې او د اتمي مادي پر بنسټ د ټاکنو خپلواک کمیسیون پریکړه کړې ترڅو په ورقي تذکرې د رأی ورکوونکو نوملیکنه ترسره او د رأی ورکوونکو نوملړ چمتو کړي چې له مخې به یی هر رأی ورکوونکی د رأی اچونې له یوه مرکز سره ونښلول. د نفوسو د احوالو د ثبت اداره هغو کسانو ته چې تذکرې نلري او په شرایطو پوره دي د رأی ورکوونکو د نوملیکنې له پیلیدو څخه مخکې نژدې لس میلیونه خلکو ته به تذکري وویشي.

د پلانونو پر بنسټ ټاکل شوېده چې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې د ولایتونو په کچه نوملیکنه پیل او ورپسې به د ولسوالیو او کلیو په کچه نوملیکنه دوام ولري، نو ددې بهیر د چارو د پرمخ وړلو لپاره اړینه ده چې کارکوونکي د ولایت او ولسوالیو په کچه ښه وروزل شي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون په پام کې لري چې خپله لومړنۍ روزنه د "د روزونکو روزنه" په نوم د کمیسیون د رسنیو په مرکز کې د ۳۴ ولایتونو ۱۲۲ کسو روزونکو ته په ځانګړو مراسمو کې پرانیزي. ټاکل شوېده د روزنې چارې په دریو پړاؤونو کې ترسره شي چې په اړونده ولایتونو کې د ولسوالیو د آمرینو، مرستیالانو او د نوملیکنې مرکزونو د کارکوونکو روزنه پکې شامله ده.

د یادونې وړ ده چې د کمیسیون له مرکزي دفتر څخه د روان کال د وري میاشتې په دویمه نیټه د رأی ورکوونکو د نوملیکنې د روزنې توکي او او قرطاسیه بسته بندي پیل شویدي او تراوسه پورې د څلورو زونونو لپاره ۱۷۰۰ روزنیزې کڅوړې بسته بندي شویدي چې د قرطاسیی او نوملیکنې کتاب لرونکي دي. همدارنګه د وري له دریمې نیټې څخه راپدیخوا د نوملیکنې د محل له توکو څخه تقریباْ ۱۳۵۰ یی بسته بندي شویدي.

IEC Social Pages