د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غزني ولایت ولسي جرګې، د ولایتي شوراګانو او د لویو ښارونو د ښاروالیو ټاکنو لپاره د تخنیکي او عملیاتي چارو د بشپړ چمتوالي خبر ورکوي.

د افغانستان حکومت له لوري د بودجې د برابرولو سره، د ټاکنو خپلواک کمېسیون تخنیکي او عملیاتي چارې پیلوي، همدارنګه د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو قانون د تعدیل طرحه هم برابره کړې او دا طرحه یې د عامو خلکو د نظرونو اخیستلو په موخه د یوې میاشتې لپاره د کمېسیون ویب سایټ کې خپره کړې ده.

په دې وروستیو کې د ( سیګار) ادارې له لوري د افغانستان ټاکنو لپاره د نړیوالې ټولنې د مرستو اړوند یو ګزارش نشر شوی دی. ددې لپاره، چې په دې اړوند د خلکو ذهنونه روښانه شي؛ موږ خپل نظر څرګندوو؛

اول:
کومې مرستې، چې د نړیوالې ټولنې له لوري د افغانستان ټاکنیز بهیر سره شوي دي، دا مرستې د نړیوالو ادارو (UNDP) له ادرسه شوي او ددې مرستو د مصرف مدیریت هم د یادو ادارو پر غاړه و.
په ټوله کې ویلی شو، چې ددې مرستو یوه اندازه د نړیوالو کارکونکو لپاره ځانګړې شوې وه، چې د UNDP ادارې له لوري د ټاکنو پروژې لپاره ګمارل شوي و. دغه راز ددې مرستو نوره برخه د ټاکنو عملیاتي برخه کې د یادې ادارې تر مدیریت لاندې مصرف شوې، چې حتی ددې لګښت څرنګوالی هم په رسمي شکل د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره شریک شوی هم نه دی.

دوهم:
د ۱۳۹۸ لمریز کال د جمهوري ریاست ټول لګښت د افغانستان ملي بودجې څخه ۲۹،۵ میلیونه ډالره و، چې ټول جزیات یې د یو جدول په شکل له رسنیزې خبرپاڼې سره مل کتلی شئ.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ټولو ولایتونو او مرکز کې سازماني او بنسټیز اصلاحات راوستي دي، دغه راز دارالانشا لوی ریاست په چوکاټ کې یو غوره علمي او مسلکي ظرفیت رامنځته شوی دی.
د ۱۳۹۸ لمریز کال ټول ټاکنیز جریان د دارالانشا لوی ریاست د کارکوونکو له لوري په ښه شکل ترسره شو، چې همدا د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کارکونکو د ښه ظرفیت ښکارندویي کوي.

درېیم:
د نوې ټکنالوژۍ څخه ګته اخیستل یعنې د بایومټریک استعمال د ۱۳۹۸ لمریزکال غوره لاسته راوړنه ده. ددې کال د رایه ورکونکو نوملړ په کاغذي او الکترونیکي شکل ترتیب شوی و او په برقي شکل د پایلو فورم څخه ګټه واخیستل شوه.
د پایلو د جمع بندۍ سیسټم باندې کار وشو، د ټاکنیزو حساسو موادو د بسته بندۍ څخه شروع تر ولایتونو او ولسوالیو پورې، د رایه ورکونکو محل او بیرته تر مرکز پورې د تقلب کچه تر ډيره راکمه شوه او شفافیت لپاره کار وشو.
باالاخره یو میلیون، ۸۲۳ زره او ۹۴۸ رایې په رښتینې شکل تثبیت شوې، چې په پایله کې ۱۳۹۸ لمریز کال د جمهوري ریاست ټاکنې په بریالي شکل نهایي او پایله یې ولس سره شریکه شوه.

اوس هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون راتلونکو ټاکنو د ترسره کولو لپاره په عملیاتي او تخنیکي برخه کې د بشپړې تیارۍ ډاډ ورکوي.

څلورم:
د ټاکنو خپلواک کمېسیون تل د روڼتیا او شفافیت اصولو ته ژمن دی، سره ددې، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د جمهوري ریاست ټاکنیز بهیر د رسنیو له لارې وخت پر وخت له ښکیلو اړخونو سره شریک شوی دی، نړیوالو او کورنیو څارونکو دا بهیر له نږدې څارلی؛ خو بیا هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون د قوانینو په رڼا کې تیار دی، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال ټاکنو اړوند ټولو ښکیلو غاړو ته حساب ورکړي او د خپلو کړنو معلومات له ولسونو سره شریک کړي.

پنځم:
ددې ترڅنګ د هېواد له زړور او شجاع وسلوال فوځ څخه هم مننه کوو، چې د دوی په سرښندنو د رایه ورکونکو ټول محلونه فعال وو او رایه ورکونکو وشو کولای، چې هماغه وخت په ډاډه زړه خپلې رایې استعمال کړي.
دا چې د هېواد سیاسي، فرهنګي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت له پخوا ښه شوی، خو بیا هم یو شمېر ستونزې په مخ کې شته؛ مګر موږ د خپلو سرتیرو په میړانې او سرښندنو ویاړو او هیله لرو، چې راتلونکې ټاکنې به هم په ډاډمن امنیت کې ترسره شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سالمو، رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی او په دې برخه کې د هر ډول حساب ورکولو حوصله لري.

IEC Social Pages