د ټاکنو خپلواک کمیسیون په هېواد کې د ټاکنو د ترسره کولو د یوازیني بنسټ په توګه تل هڅه کړې چې خپل مکلفیتونه او دندې د قانون د احکامو مطابق پر مخ بوزي.

کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کولو وروسته له دغو ټاکنو نه د زده کړل شویو درسونو پروګرام جوړ کړ او د ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ له ټاکنو نه زده کړو تجربو او خپلو قانوني مکلفیتونو ته په کتو یې د ټاکنو د قانون د تعدیل ابتدايي طرحه تیاره کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولایتي شوراګانو، د غزني ولایت د ولسي جرګې، ولسوالیو شوراګانو او لویو ښارونو د ښاروالیو د ټاکنو ترسره کولو ته مخکې خپل تیاری اعلان کړی او عملیاتي پلان او د اړتیا وړ بودجې طرحه یې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ولسمشرۍ عالي مقام ته د لازمې بودجې د تیارولو او د ټاکنو بهیر د امنیت د تامین په موخه په رسمي ډول لېږلې ده.

د کمیسیون غړو او د دارالانشا رییس د ۱۳۹۹کال د مرغومې په ۲۸مه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ولسمشرۍ له عالي مقام او ښاغلو مرستیالانو سره ګډه ناسته درلوده او په دې ناسته کې یې د دغو ټاکنو د ترسره کېدو په اړه د خپلو پلانونو لنډيز ورته وړاندې کړ چې دغه ټاکنې په ۱۴۰۰ کال کې ترسره شي او غوښتنه یې وکړه چې د دغو ټاکنو ترسره کېدو ته زمینه برابره کړای شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ولسمشرۍ مقام د ټاکنو د ترسره کېدو د راپور او پلانونو تر اورېدو وروسته په وړاندیز شوي وخت کې د دغو ټاکنو د ترسره کېدو ستاینه وکړه او هر اړخیز ملاتړ یې ترې اعلان کړ. د دې تر څنګ یې اړوندو بنسټونو ته لارښوونه وکړه چې د دغو ټاکنو د ترسره کولو لپاره د لازمو تیاریو د نیولو لپاره له کمیسیون سره لازمې همکارۍ وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ د عالي مقام له هر اړخیزې ستاینې او ملاتړ نه د قدردانۍ تر څنګ د افغانستان شریفو خلکو او اړوندو خواوو ته اعلانوي چې کمیسیون د ولایتي شوراګانو، د غزني ولایت د ولسي جرګې او لویو ښارونو د ښاروالیو د ټاکنو د بریالیو ترسره کولو په موخه خپل کارونه په جدي ډول پیل کړي دي. کمیسیون به په ټاکلي وخت د ټاکنو د قانون مطابق د ټاکنو د ترسره کولو نېټه اعلان کړي.

IEC Social Pages