د ټاکنو خپلواک کمیسیون په اساسي قانون کې د ټولو مشخصو شویو ټاکنو د ترسره کولو مسوولیت لري. ټاکنې یوه لویه ملي پروسه ده چې په بریالیتوب ترسره کول یې هر اړخیزې همکارۍ او د حکومت او نورو اړوندو بنسټونو له خوا د مناسبې زمینې برابرولو ته اړتیا لري.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۳۹۸ د ولسمشریزو ټاکنو تر بریالیو ترسره کولو وروسته له دغو ټاکنو نه زده شوي درسونه تدوین کړل چې د ترلاسه شویو تجربو پر اساس د راتلونکو ټاکنو د ترسره کولو بهیر په لا ښه ډول تنظیم او مدیریت شي.
له بلې خوا د غزني ولایت د ولسي جرګې، ولایتي او د ولسوالیو شوراګانو، ښاروالیو او د ښاروالیو د مجلسونو د ټاکنو ترسره کول واروزل شول چې تر تخنیکي او عملیاتي ارزونو وروسته په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د غزني ولایت د ولسي جرګې، ولایتي او ولسوالیو شوراګانو او ښاروالیو د ټاکنو ترسره کولو ته اړین تیاري ونیول شول.

کمیسیون د غزني ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو د ترسره کولو طرحه د ۱۳۹۹ د زمري میاشتې په ۱۶مه نېټه په رسمي ډول د ولسمشرۍ له عالي مقام سره شریکه کړه چې په هغې کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د غوايي میاشتې ۳۱مه د ټاکنو ورځ اټکل شوې وه. کمیسیون د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي په ۲۱مه د ولسمشرۍ عالي مقام ته تعقیبي مکتوب هم واستاوه. د مخکینیو مکتوبونو په تعقیب یې د ۱۳۹۹ د لیندۍ په درېیمه د غزني ولایت د ولسي جرګې، ولایتي شوراګانو او ځينو ښاروالیو د ټاکنو طرحه او عملیاتي پلان د ولسمشرۍ عالي مقام ته ولېږه چې په دې طرحه او عملیاتي پلان کې د یادو ټاکنو ترسره کول د ۱۴۰۰ لمریز کال په مني کې تنظیم شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۴۰۰لمریز کال په مني کې د غزني ولایت د ولسي جرګې، ولایتي شوراګانو او ځينو ښاروالیو د ټاکنو د ترسره کولو لپاره ټول تخنیکي او عملیاتي تیاري نیولي. همدارنګه د ملګرو ملتونو د معاونیت له دفتر او UNDP سره یې د ټاکنو د ملاتړ د پروژې سند لاسلیک کړ.

د رایه ورکولو د مرکزونو بیا ځلي ارزونه، د رایه ورکوونکو د نوملړ اصلاح او د رایه ورکوونکو تقویتي نوملیکنه هغه مهم موضوعات دي چې د یادو د ټاکنو تر عملیاتي برنامو مخکې به د کمیسیون له خوا ترسره شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غزني ولایت د ولسي جرګې، ولایتي او ولسوالیو شوراګانو او ښاروالیو ټاکنو ترسره کولو ته د تیاري تر څنګ، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ټاکنیز پوهاوي ورکولو او باور رامنځته کولو دوامدارې غونډې جوړې کړې او همدارنګه یې د ټاکنو قانون اصلاحي طرحه هم نهايي کړې چې ډېر زر به د عدلیې له محترم وزارت، ملي شورا او نورو اړوندو خواوو سره شریکه شي.

همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمیسیون تصمیم لري چې ټول ټاکنیز مسایل له ښکېلو خواوو سره شریک کړي، د کورنیو اړوندو خواوو او نړیوالو ملاتړو نظرونه او لیدلوري ترلاسه کړي او راتلونکې ټاکنې په هر اړخیزې ارزونې سره پر مخ بوزي.

د افغانستان له حکومت نه هیله لرو چې د بودجې په برابرولو او د امنیت په ټينګولو سره د دغو ټاکنو ترسره کولو ته زمینه برابره کړي.

IEC Social Pages