د ټاکنو کمیسیون تیرو ټاکنیزو ننګونو او قانوني مکلفیتونو ته په کتو، په شرایطو پوره رأی ورکوونکي ثبتوي او د رأی ورکوونکو نوملړ چمتو کوي چې هر رأی ورکوونکی د رأی اچونې له یوه ځانګړې مرکز سره تړاؤ ولري.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټولو سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، حکومت او نړیوال همکارو بنسټونو په مشورې او موافقې پریکړه کړې چې د رأی ورکوونکو نوملېکنه په لاسې ډول او د تابعیت د تذکرې پر اساس ترسره کړي، د ټاکنو کمیسیون د لیندۍ (قوس) په ۱۹ نېټه ۱۳۹۶ کال د اړتیا وړ بودجې او د نوملېکنې عملیاتي طرح له حکومت سره رسماً شریکه کړه.

ددې طرحې پر بنسټ د هیواد ټول وګړي چې د تابعیت تذکرې ولري او د ۱۸ کلنۍ عمر یی بشپړ کړۍ وي د رأی ورکوونکي په توګه ثبت او د رأی ورکوونکو په نوملړ کې شاملیږي. د رأی ورکوونکو نوملېکنه په مرحله وار شکل ترسره کیږي د ولایتونو له مرکزونو څخه پیل، د کلیو او بانډو په کچه به دوام کوي. د مهال وېش له مخې د نوملېکنې ټول ټیمونه، د رأی اچونې په ټولو (نژدې ۷۰۰۰ څخه زیات) مرکزونو کې به شتون ولري او د رأی اچونې په شرایطو پوره کسانو، نوملېکنه کوي.

د نوملېکنې په هر مرکز کې به د ښځو لپاره ځانګړې ځایونه رامنځته کیږي. د ټاکنو کمیسیون د نوملېکنې بهیر د پلان له مخې د راتلوونکې کال په حمل میاشت کې پیل کوي.

د رأی اچونې په شرایطو پوره کسان کولای شي د نوملېکنې تر ټولو نژدې مرکز ته لاړ شي او د تذکرې په وړاندې کولو سره، ځان ثبت کړي، د معلوماتو تر ثبت وروسته، د نوملېکنې تصدیق چې د ځانګړو امنیتي ځانګړنو او یوې واحدې شمېرې درلودونکی دی د تذکرې پر شا سلېښ کیږي او د رأی اچونې په ورځ، رأی ورکوونکی د تصدیق لرونکې تذکرې په وړاندې کولو سره کولای شي خپل د رأی ورکونې حق وکاروي.

د رأی ورکوونکو راټول شوي معلومات د ټاکنو کمیسیون معلوماتي بانک ته دننه کیږي او د رأی ورکوونکو نوملړ ورڅخه چمتو کیږي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د خلکو د عامه پوهاوي د کچې لوړولو په موخه د عامه پوهاوي هر اړخیزې برنامې په لاره اچوي.

د نفوسو د احوالو د ثبت اداره د هیواد ۱۰ میلیونه وګړو ته چې لا تر اوسه یی د تابعیت تذکره نه وي اخیستې، د نوملېکنې د بهیر د پیلولو څخه دمخه، د تابعیت تذکرې ورته ویشي.

IEC Social Pages