د ټاکنو خپلواک کمیسیون د اساسي قانون، د ټولیزو رسنیو قانون، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او د ټاکنو قانون ۸۹مادې په پام کې نیولو سره د خلکو او ټولیزو رسنیو پوښتو ته ځواب ویل خپل مکلفیت ګڼي.

ټاکل شوې چې امنیتي وضعیت او د کمیسیون د مرکزي او ولایتي دفترونو اجرااتو ته په کتو اړوند اطلاعات هره ورځ د ماسپښین په دوو بجو شریک او د رسنیو په واک کې ورکړل شي. پر دې اساس د رسنیو له ټولو درنو استازو او ازادو خبریالانو څخه هیله کوو چې اطلاعاتو او پوښتنو ته د لازمو ځوابونو د ترلاسه کولو لپاره د ماسپښین تر دوو بجو وروسته کمیسیون ته مراجعه وکړي. 

پر دې اساس د امنیتي چارو د تنظیم او په کمیسیون کې له موظفو امنیتي بنسټونو سره د همکارۍ لپاره د درنو ژورنالیستانو او د دوی د تخنیکي همکارانو بشپړې پېژندنې(شهرت) ته اړتیا ده. نو له ملي او نړیوالو رسنیو څخه په درنښت هیله کوو چې د خپلو هغو ژورنالیستانو او رسنیزو همکارانو بشپړ شهرت له رسمي مکتوب سره یو ځای د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاندویانو دفتر ته راواستوي چې په دوامدار ډول کمیسیون ته تګ راتګ کوي. 

هغه ژورنالیستان او د دوی درانه تخنیکي همکاران چې په وقفه يي ډول کمیسیون ته مراجعه کوي، کولای شي د ښې همغږۍ لپاره د (0782828222-0786373065-0703808390-0795121212) ټلیفونې شمېرو یا This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it. برېښنالیک له لارې له اړوندو مسوولینو سره په اړیکه کې شي

IEC Social Pages