د ټاکنو خپلواک کمېسيون په مقر کې د دواړو ټاکنيزو کمېسيونونو د هماهنګۍ ناسته ترسره شوه.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون رئيس او غړو د ملګرو ملتونو (UNESP) (ټاکنو څخه د ملاتړ پروژې) رئیس ښاغلي رودولف البلاینک (Rudolf Elbling)، ددې پروژې مالي او عملياتي مسوول ښاغلي پيټر من (Perter man) او د نوموړې پروژې ستر سلاکار Grant Kippen سره په خپل دفتر کې وکتل او د ټاکنو اړوند موضوعاتو باندې يې بحث او خبرې وکړې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس ښاغلي اورنګ زیب په کابل کې د اروپایي ټولنې مسولینو سره، د دوی د تېرو همکاریو، چې له کمېسیون سره یې کړې وې، د Zoom meeting له لارې بحث او خبرې وکړې.

IEC Social Pages