د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء لوی رئیس ډاکټر حبیب الرحمن ننګ، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له سترې مرستیالې، مېرمن سوریو بازوروکووا (Surayo Buzurukova) سره په خپل دفتر کې ولیدل.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس ښاغلي اورنګ‌زیب، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستې ماموریت (UNAMA) د ټاکنو د ملاتړ برخې له ستر سلاکار، ښاغلي ګرنت کیپن (Grant Kippen)سره، د راتلونکو ټاکنو له پاره د ملاتړ په موخه، په خپل دفتر کي ولیدل.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس ښاغلي اورنګ‌زیب د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو موسسه (فیفا) له سرپرست ښاغلي نعیم اصغري سره په خپل دفتر کې وکتل.

IEC Social Pages