د روان کال د حمل پر ۲۵مه نېټه د رأی روکوونکيو د نوم ثبتنوې بهير په باميانو کې د يوه خبرې کنفرانس په ترڅ کې چې محلي مقاماتو، عالمانو، د ولايتي شورا وکيلانو، متنفذانو، د مدني ټولنې د مؤسسو استازيو، ښځو، د سياسي ګوندونو استازيو او ځايي خلکو په کې شرکت کړی و، د ټاکنو د خپلواک کميسيون د ولايتي رئيس له لوري رسماً اعلان شو. د باميانو مرکز کې د نوم ثبتونې ۳۲ مرکزونه فعاليت کوي چې د روان کال د ثور تر ۲۳مې نېټې پورې دوام لري.

وړمه ورځ د تخار د ټاکنیزو چارو په ولایتي دفتر کې د ولایت د مقام په همغږۍ سره د ولایتي شورا د رئیس، حج او اوقافو ریاست، د امنیی قومندانۍ د امنیت آمر او همدارنګه د تخار د والي مرستیال په ګډون د ولایت د غونډو په تالار کې د رأی ورکوونکو د نوملیکنې د ملي بهیر لپاره د علماؤ لویه غونډه ترسره شوه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس عبدالبدیع صیاد د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ټاکنو امنیتي او تخنیکي راپورونه یی ترې واوریدل. د نوملیکنې عملیاتي بهیر او د رأی ورکوونکو د نوملړ چمتو کولو راپورونه ښئيي چې د حکومتي لوړ پوړو چارواکو او غیرحکومتي چارواکو په ګډون په زرګونو هیوادوالو د نوملیکنې مرکزونو ته لاړل او نوملیکنه یی وکړه.

IEC Social Pages