نن د روان کال د مرغومې په ۱۷مه نیټه د هیواد په اوو لویو ولایتونو (بلخ، ننګرهار، پکتیا، بامیان، هرات، کندهار او کندوز) کې لومړنې ټاکنیزې ولایتي غونډې د سیاسي ګوندونو د استازو، د مدني ټولنو د غړو، د ولایتي شورا د رئیسانو، د علماؤ، د منازعاتو د حل شورا د استازي، رسنیو، قومي مشرانو، د ټولنیزو شوراګانو د استازو، د امنیتي ارګانونو، یوناما، بشري حقونو، ټاکنیزو څاروونکو بنسټونو او د دولتي چارواکو په ګډون ترسره شوه.

نن چهارشنبه د سلواغې په ۴مه نېټه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رسنیو په مرکز کې په جوړو شویو مراسمو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرتابه غړو، د ولسمشرۍ ماڼۍ د استازي، د مشرانو جرګې استازو او چارواکو، د مدني ټولنو غړو او نړیوالې غړو ګډون درلود.

نن چهارشنبې د روان کال د سلواغې په ۱۱مه نیټه، د کمیسیون د غونډو په تالار کې، د ټاکنو کمیسیون غړو د اداري هیئت ټاکنې ترسره کړې. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غړو د آزادو، پټو او مستقیمو رأیو پر بنسټ ښاغلی ګلاجان عبدالبدیع صیاد د کمیسیون د رئیس، آغلې وسیمه بادغیسي د عملیاتي مرستیالې او ښاغلی معاذالله دولتي د مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکل.

IEC Social Pages