نن له غرمې مخکې سهار مهال د روان کال د مرغومې په شپږمه نیټه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غونډو په تالار کې، د کمیسیون مشرتابه غړو نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ملګرو ملتونو له تخنیکي او سیاسي مرستو څخه مننه وکړه. همدارنګه د کمیسیون قدرمنو غړو د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي څخه کورودانی وکړ چې د کمیسیون ترسره شویو چارو ته یی په نیويارک کې د یاد سازمان په امنیت شورا انعکاس ورکړ.

نن د روان کال د سې شنبې په ورځ د مرغومي په ۱۲ نیټه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په مقر کې د دواړو لورو ترمنځ د همکاری او مرستې تفاهم نامه لاسلیک شوه. ددې لاسلیک څخه مخکې، لومړی د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د عملیاتي مرستیالې او چارسمبالې ددې سند د اهمیت په اړه خبرې وکړي او هیله یی څرګنده کړه چې چې ددې تفاهم نامې په لاسلیک سره به، د دواړو کمیسیونونو ترمنځ د ټاکنو په ترسره کیدو کې همکاري او مرستې لا ډیرې شي.

نن د ۱۳۹۶ کال د مرغومې په ۱۳مه نیټه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د غونډو په تالار کې د ټاکنو د عملیاتي امنیت د ټینګښت په اړه د همغږی ناسته ترسره شوه چې د راتلوونکو ټاکنو د امنیت د ټینګښت په اړه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د رهبرۍ غړو او د ناټو استازو ګډون درلود. د کمیسیون د مشرتابه غړو ډګروال سټیفن ګلیډان او ټاکنیزو همکارانو ته یی ښه راغلاست وویل او د امن په فضاء کې د ټاکنو ترسره کیدلو په موخه د لا ډیرو اړیکو په ټینګولو یی ټینګار وکړ او تر څنګ یی د رأی اچونې د مرکزونو د چمتووالي په اړه د غونډې امنیتي ارګانونو حاضرو استازو ته ډاډ ورکړ او زیاته یی چې د رأی ورکوونکو نوم لیکنه به ډیر ژر پیل شي.

IEC Social Pages