د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د مرکزي کمیسیون غړو نن د روان کال د لیندۍ میاشتې په اوومه نیټه له ماسپښين وروسته د کمیسیون د غونډو په تالار کې ناسته نیولې وه. ددې ناستې موخه، د رأی اچونې د مرکزونو د ارزونې د پایلو اړونده شکایتونو د څیړلو لپاره د همغږۍ ډیرول دي ترڅو د عادلانه، رڼو او عمومي ټاکنو د ترسره کولو زمینه برابره شي.

نن د روان کال د لیندۍ (قوس) په ۱۴ نېټه، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د روزنو په تالار کې، د ټاکنیزو کمیسیونونو د مشرتابه پلاوي، د دولتي او غیر دولتي ادارو د استازو، د مدنې ټولنو د غړو او د اروپایی اتحادیی د چارواکو په ګډون ګډ ورکشاپ ترسره شو.

نن د روان کال د لیندۍ (قوس) میاشتې په ۱۵مه نېټه، د کانټېننټل هوټل په کندهار صالون کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په مدیریت، د یاد کمیسیون د مشرتابه غړو، د شکایتونو مرکزي کمیسیون د غړو، د سیاسي ګوندونو او ائتلافونو د استازو، د بهرنیو هیوادونو د سفیرانو، د مدني ټولنو د غړو او رسنیو په ګډون د ټاکنو دریمه ملي مشورتي غونډه ترسره شوه.

IEC Social Pages