نن د روان کال د لیندۍ په ۱۳مه نېټه، له ماسپښين وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د شکایتونو مرکزي کمیسیون د غونډو په تالار کې ګډه غونډه نیولې وه. ددې ناستې موخه، ټاکنیزو شکایتونو د څیړلو لپاره د هوکړه لیک پر موادو توافق رامنځته کول ؤه ترڅو رڼو، عادلانه او عمومي ټاکنو ترسره کېدو ته زمینه برابره شي.

نن د روان کال د مرغومي په ۱۲مه نیټه، د سې شنبې په ورځ د کمیسیون د ټاکنیزو روزنو په مرکز کې، اطلاعاتو ته د لاسرسی د قانون په اړه د عامه پوهاوي برنامه ترسره شوه. پدې غونډه کې چې د کمیسیون کارکوونکو پکې ګډون درلود، لومړی د قران کریم تلاوت ترسره شو، ورپسې منشي او ویاند ډاکټر عبدالبدیع صیاد اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون له چارواکو او سمبالوونکو د مننې تر څنګ، ددې برنامې د جوړیدو، اطلاعاتو ته د لاسرسی ارزښت او له واقعي خبرونو سره یی د اړیکې په اړه خبرې وکړې.

د لندۍ میاشتې په ۱مه نېټه د رأی اچونې د مرکزونو د ارزونې د پایلو د تصویب په اړه دریمه علني ناسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رسنیو په مرکز کې ترسره شوه. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غړو د مدني ټولنو استازو په شتون کې د لسو ولایتونو د رأی اچونې مرکزونه تر خبرو اترو او څیړنې لاندې ونیول چې په پایله کې یی د میدان وردک، کاپیسا، پنجشیر، خوست، بادغیس، پکتیا او هرات ولایت د رأی اچونې مرکزونه یی تصویب کړل، د کندهار، پکتیکا او ننګرهار ولایتونو د مرکزونو د ارزونې د پایلو تصویب یی بلې ناستې ته پرېښودل.

IEC Social Pages