د مارچ اتمه د ښځو سره د پیوستون نړیواله ورځ ده. پر دغه ورځ نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول د نړیوالو ستراتیژیو د چلوونکو پاملرنه د ښځو حقونو ته رااړوي چې ښځې وتوانیږي په سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او فرهنګي ډګرونو کې رغنده ونډه واخلي او خپلې وړتیاوې په ډاګه کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له پاره د ریس، مرستیال او منشي د غوراوي په موخه د دغه کمیسیون غړو د کب په څوارلسمه د سه شنبې پر ورځ غونډه وکړه. د کمیسیون د غړو تر منځه د ریس، مرستیال او منشي د غوراوي له پاره د تصویب شوي طرزالعمل سره سمې ټاکنې وشوې او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د نویو غړو لومړنۍ غونډه هم پر همدغې اجندا راڅرخیده.

د ټاکنیزو کمیسیونونوغړي د روان کال د کب میاشتې په دیارلسمه نیټه د دوشنبې پر ورځ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کارکونکو ته وروپیژندل شول. په هغه غونډه کې چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه په پیل کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء پخواني مشر احمد شاه زمانزي د ټاکنیزو کمیسیونونو نویو غړیو ته د مبارکۍ تر څنګ هغوی ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه چې د کمیسیون په اډانه کې متخصص او وړ کسان شته چې کولای شي د نویو کمیشنرانو سره یو ځای د هیواد په کچه ملي پروسې په سمه توګه پر مخ یوسي.

IEC Social Pages