د روان کال د کب میاشتې په پنځه ویشتمه نیټه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غړو غونډه د دغه کمیسیون په مقر کې وشوه. د ټاکنو د مهالویش، په راتلونکو ټاکنو کې د بایومتریک سیستم کارونه، د امنیتي ځواکونو او نورو ښکیلو بنسټونو سره د ناستې په اړه بحث، او د سیاسي ګوندونو او مدنې ټولنې له استازو سره ناسته هغه نورې برخې وې چې په دغې غونډه کې د کمیسیون د غړو تر منځ پرې بحث او خبرې وشوې.

د اړيکو د لا پرمختيا، د خواله رسنيو د ښې کارونې او د کميسيون له ويب پاڼې څخه د ښې ګټې اخيستنې په موخه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو له خوا د اطلاعاتو او عامه پوهاوي د رياست کارکونکو ته يو ورځينی روزنيز ورکشاپ جوړ شو.

 

د کمیشنرانو، او د دارالانشاء د ریس او مرستیالانو او د دارالانشاء د لسګونو ریاستونو تر منځ د لا ښې همغږۍ په موخه د کب په شلمه د دوشنبې پر ورځ ګډه غونډه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په مقر کې وشوه.

IEC Social Pages