د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرتابه او کارکونکي د نوي کال او نوي پسرلي په رارسیدو سره خپلو ټولو هیوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وايي. نوروز د ښکلي طبیعیت د خوشالۍ هغه وسیله ده، چه په کال کي یوه ورځ را ښکاره شي او د راتلونکي هوسا او خوږ ژوند په زړه پوري الهام پکښي نغښتي وي.

د روان کال د کب میاشتې په اوه ویشتمه نیټه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د غونډو په تالار کې د ټاکنیزو څارونکو بنسټونو لکه FEFA, ETWA,FETWA او نورو ښکیلو خواوو سره د ولسمشریزو ټاکنو د مهال ویش، د غزني ولایت د ولسي جرګې او د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په تړاو خبرې اترې وشوې.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون نوي مشرتابه نن له غرمې وروسته د کب په شپږویشتمه نیټه د کمیسیون د رسنیو په مرکز کې لومړنۍ خبری ناسته تر سره کړه. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یو تن غړي مولانا محمد عبدالله په دغې خبري غونډه کې لومړی ټولو برخه والو او خبریالانو ته ښه راغلاست وویل او د خلکو رایو ته ارزښت ورکول یې د کمیسیون په لومړیتوبونو کې یاد کړه.

IEC Social Pages