د ملکي خدمتونو په ادارو کې د ښځو د پراخ ګډون پاليسي په یو ځانګړي ورکشاپ کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون کارکوونکي ته د کمېسيون په مقر کې د يو پریزنټيش له لارې تشريح شوه.

د کمېسيون د جنډر برخې مسولين وايي، ددې پالېسۍ موخه په کاري ساحه کې د ښځو خونديتوب دی او تطبيق سره یې ښځينه کارکوونکې هوسا کېږې، سهولتونه ورته برابریږي او په ملکي ادارو کې د ښځو ‌د زياتوالي تضمين کوي.

د يادونې وړ ده، چې دا پاليسي د ليدنو، ارزونو او تجربو پر بنسټ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري ترتيب شوې ده او ټولې ملکي ادارې يې په کاري ساحه کې د تطبيق مسووليت لري.

IEC Social Pages