د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان مسوده د دارالانشاء لوی ریاست د ستراتیژیکو اړیکو د مرستیال له لوري د کمېسیون مشر او غړو ته وړاندې شوه او په یادې مسودې یې بحث او خبرې وکړې.

د کمېسیون غړو د مسودې هرکلی وکړ او د نوموړې مسودې اړوند یې خپل نظریات او وړاندیزونه د مجلس ګډونوالو سره شریک کړل.

ټاکل شوې ده، چې د کمېسیون ستراتیژیک پلان مسوده به ډېر ژر ټاکنیزو چارو کې ښکیلو اړخونو سره هم شریکه شي او په دې اړوند به د دوی نظریات هم ترلاسه شي.

IEC Social Pages