د ټاکنو خپلواک کمېسیون اړوند د ۴۹ درېیمو او څلورمو بستونو د شارټ لیسټ پروسه، د د ګمارنې کمېټې تر رهبرۍ لاندې، چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې استازي، بشري سرچینو، جنډر او د ټاکنو خپلواک کمېسیون اړوند رياستونو استازي په کې برخه لري، شنبې ورځ څخه تر پنجشبې ورځ پورې د کمېسیون په مقر کې جریان لري.

ټول هغه کسان، چې یادو بستونو ته یې نوم لیکنه کړې ده، د تعییناتو د طرزالعمل په رڼا کې به، چې د لایحې مطابق د ګمارنې ټول شرایط یې پوره کړي وي د امتحان ورکولو حقدار به پېژندل کیږي.

په دې جریان کې د بستونو لپاره د نوم لیکونکو تحصیلي اسناد، سوابق او کاري تجربه بررسي او ارزول کیږي، چې له تایید وروسته به د ازموینې لپاره وړ وپېژندل شي.

IEC Social Pages