د ټاکنو خپلواک کمېسيون په مقر کې د افغانستان د ملي بيرغ ورځ ‌په‌ داسې حال کې ونمانځل شوه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء لوی رئیس ډاکټر حبيب الرحمن ننګ، رئیسانو، کارکوونکو او د کمېسيونونو د ساتنې قطعې سربازانو شتون درلود.

ښاغلي ننګ د افغانستان ملي بيرغ د افغانانو د ملي يووالي، ورور ګلوۍ او وياړ سمبول وباله او ددې بيرغ هسک ساتل يې د ټولو ‌افغانانو ګډ مسوليت وګاڼه.

ښاغلي حبيب الرحمن ننګ وويل: د ملي وسله وال پوځ ترڅنګ، موږ مسوليت لرو، چې خپلې دندې په اخلاص سره ترسره کړو او د خپل ملي بيرغ حيثيت وساتو.

د يادونې ده، چې د خپلواکۍ په سلمه کالیزه کې د افغانستان جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني ‌د زمري اوومه د ملي بيرغ ورځ نومولې او هرکال نمانځل کېږي.

IEC Social Pages