د ټاکنو خپلواک کمېسیون رهبري هيئت او د یاد کمېسیون کارکونکي د زمري اوومه د ملي بیرغ د ورځې په مناسب خپل بیرغ ته د درناوي مراتب وړاندې کوي او دا بیرغ د افغانستان د ملي یووالي سمبول یادوي.

دا د هر افغان لپاره د ویاړ خبره ده، چې د افغانستان بیرغ په ملګرو ملتونو سازمان مقر او د افغانستان په ټولو سیاسي نماینده ګیو کې هسک دی او هسک به وي. 

د یادونې ده، چې د خپلواکۍ په سلمه کالیزه کې د افغانستان جلالتماب جمهور رئیس له لوري د زمري اوومه د ملي بیرغ ورځ اعلان شوې ده. 

له پاک رب څخه هیله لرو، چې په ګران افغانستان کې سرتاسري امنیت قایم او ارامتیا رامنځته کړي، دغه راز هیله لرو، چې زموږ د خلکو سرلوړي او پرمختګ په برخه شي.

IEC Social Pages