اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون هئيت له لوري د ټاکنو خپلواک کمېسيون د اطلاع رسونې برخه وارزول شوه او روانې رسنيزې چارې يې وکتل شوې.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء لوی رياست د ستراتيژيکو اړيکو مرستيال ښاغلي علي شاه مصباح د اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون ‌ګړنې وستايلې او غوښتونکو ته یې د معلوماتو ورکړه د باور جوړونې له پاره خورا مهمه وبلله.

نوموړي د اطلاع رسونې په برخه کې د اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د همکاريو مننه وکړه او د دوی هڅې يې مهمې وبللې.

ښاغلي مصباح زياته کړه، چې په کمېسيون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کار پوه بست زیات شوی، اوس مهال مراجعينو ته د معلوماتو ‌دفتر او انلاین سیستم رامنځته کولو له پاره کار روان دی، چې له دې سره به غوښتوکو له پاره اطلاعاتو ته لاسرسي اسانه شي.

دا څارنه ‌د اساسي قانون ‌۵۰ مې مادې او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ‌۱۵ مې مادې په رڼا کې ‌ترسره کېږي. ټاکل شوې ده، چې اطلاعاتو ته دلاسرسي کمېسيون به خپل نظارتي ګزارش ددې پروسې له بشپړولو وروسته په ‌عمومي ډول نشر ته وسپاري.

IEC Social Pages