د ټاکنو خپلواک کمېسیون رهبري د ولسي جرګې د درې تشو څوکیو لپاره د کابل، خوست او زابل ولایتونو څخه درې تنه وکیلان تازه د ولسي جرګې غړو او مشرتابه ته ورپېژندل.

په دې مراسمو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رهبري هيئت، د ټاکنو قانون د ۸۸ یمې مادې په رڼا کې ټاکنیزې وثیقې صادر او نوو وکیلانو ته یې تفویض کړې.

د ټاکنو قانون د (۵۰) مې مادې او (۳) فقرې په اساس د زابل ولایت څخه ښاغلی نوراغا شهیدزوی د ښاغلي حمیدالله توخي پرځای؛ خوست ولایت څخه ښاغلی عجب نورمنګل د الحاج غفار خان پرځای او ښاغلی اجمل ګلاب د مرحوم سید محمد محمدي پر ځای د کابل ولایت څخه ولسي جرګې ته تازه معرفي شول.

IEC Social Pages