د ټاکنو خپلواک کمېسيون رئيس او غړو د ملګرو ملتونو (UNESP) (ټاکنو څخه د ملاتړ پروژې) رئیس ښاغلي رودولف البلاینک (Rudolf Elbling)، ددې پروژې مالي او عملياتي مسوول ښاغلي پيټر من (Perter man) او د نوموړې پروژې ستر سلاکار Grant Kippen سره په خپل دفتر کې وکتل او د ټاکنو اړوند موضوعاتو باندې يې بحث او خبرې وکړې.

په ‌دی ليدنه کې دواړو لورو، د ټاکنيزو اصلاحاتو په پاليسۍ او د رايې ورکوونکو د نوملړ په اصلاح کولو هر اړخيزې خبرې وکړې.

همدارنګه ‌نوموړي هئيت ‌په يو جلا ليدنه کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء لوی رئیس ډاکټر حبيب الرحمن ننګ ‌سره هم وکتل.

دوی د نړيوالو سلاکارانو د ګمارنې په پروسې، د نړيوالو همکارانو په حضوري او غیرې حضوري د کار پر شيوې، په ظرفيت لوړونې او اعتماد سازۍ، د نړیوال سیسټم (Bridge) د ښودلو لپاره د روزونکو په ګمارنې او د تېرو ټاکنو پر وخت د کارکوونکو د معاشونو پر ميکانيزم نظريات تبادله کړل.

دواړو لورو په دوامدارې همکارۍ او په متداومو ناسو ټينګار وکړ.

IEC Social Pages