د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس ښاغلي اورنګ زیب په کابل کې د اروپایي ټولنې مسولینو سره، د دوی د تېرو همکاریو، چې له کمېسیون سره یې کړې وې، د Zoom meeting له لارې بحث او خبرې وکړې.

په دې ان لاین ناسته کې دواړو لورو په متداومې همکارۍ زیات ټینګار وکړ.

په پای کې ښاغلي اورنګ زیب د (B.B.O) دفتر له همکاریو مننه وکړه، بیا یې د اروپایي ټولنې حاضر هيئت ته د همکاریو د بهبود په موخه مشخص وړاندیزونه هم وکړل او یادې ټولنې یې هرکلی وکړ.
یاده دې وي، چې په دې ان لاین ناسته کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر ښاغلي سید عصمت الله مل هم ګډون درلود.

IEC Social Pages