د ټاکنو خپلواک کمیسیون لوی رئیس ډاکټر حبیب الرحمن ننګ، د ناوړه دودونو ضد غورځنګ له رئیس، ښاغلي خان ولي عادل او مل پلاوي سره یې د دغه بنسټ په مقرکې وکتل.

په دغه لیدنه کې دواړو لورو، د راتلونکو ټاکنو چمتووالي او کړنو په اړه خبرې اترې وکړې.

د ناوړه دودونو ضد غورځنګ مشرتابه د کمیسیون ترسره شوې کړنې وستایلې او ترې هرکلې يې وکړ او د کمیسیون د دارالانشاء مشرتابه ته يې د عامه پوهاوي په برخه کې د هر اړخېزې همکارې ډاډ ورکړ.

IEC Social Pages