نن د ۱۳۹۶ کال د مرغومې په ۱۳مه نیټه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د غونډو په تالار کې د ټاکنو د عملیاتي امنیت د ټینګښت په اړه د همغږی ناسته ترسره شوه چې د راتلوونکو ټاکنو د امنیت د ټینګښت په اړه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د رهبرۍ غړو او د ناټو استازو ګډون درلود. د کمیسیون د مشرتابه غړو ډګروال سټیفن ګلیډان او ټاکنیزو همکارانو ته یی ښه راغلاست وویل او د امن په فضاء کې د ټاکنو ترسره کیدلو په موخه د لا ډیرو اړیکو په ټینګولو یی ټینګار وکړ او تر څنګ یی د رأی اچونې د مرکزونو د چمتووالي په اړه د غونډې امنیتي ارګانونو حاضرو استازو ته ډاډ ورکړ او زیاته یی چې د رأی ورکوونکو نوم لیکنه به ډیر ژر پیل شي.

د ټاکنو کمیسیون مشرتابه غړو وویل: "د ټاکنو د بهیر د امنیت د ټینګښت او د عملیاتي پلان باره کې اړین معلومات له امنیتي بنسټونو سره شریک کیږي". 

د رأی اچونې د مرکزونو د امنیت ساتلو چارواکو د دوه امنیتي ټیمونو په اړه خبر ورکړ چې د ټاکنو لپاره په یاد پلان کار کوي همدارنګه یی له امنیتي بنسټونو سره د تفاهم نامې د لاسلیک په اړه غونډې ته معلومات وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د روان کال په چنګاښ میاشت کې، د هیواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو له چارواکو سره امنیتي تفاهم نامې لاسلیک کړیدي.

IEC Social Pages