د دارالانشاء رئيس ډاکټر حبيب الرحمن ننګ ‌د‌ ۱۴۰۰ لمريز کال د جوزا لومړۍ نېټه، د ټاکنو مرکزي کمېسيون ‌په مقر کې د‌ رئیسانو ورځني فعاليتونه وارزول او کاري ګزارشونه يې واوريدل.

په دې ناسته کې د دارالانشاء رياست مرستیالانو او د مرکزي کمېسيون ريئسانو ‌د رايه ورکوونکو د نوملړ اصلاح کولو، د ټاکنو خپلواک کمېسيون د پنځه کلن ستراتيژيک پلان، پلان جوړونې، د ټاکنيزو زده کړیزو برنامو تطبيقول، عامه پوهاوي، تشکيل او نور اړين موضوعات يې د دارالانشاء لوی رئیس سره شريک کړل.

ښاغلي ننګ ‌ددې ګزارشونو د اوریدو ترڅنګ، د ورځنيو چارو د چټکتيا په موخه اړوندو مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې او د‌ مرکزي دفتر له رئیسانو څخه يې وغوښتل، چې د پنځه کلن ستراتيژيک پلان ‌د‌ غني کولو په موخه دې ‌خپل نظريات او وړانديزونه د دارالانشاء د ستراتيژيکو اړيکو له مرستيال سره شريک کړي.

IEC Social Pages