د ټاکنو خپلواک کمېسیون رهبري هيئت په یوه لیدنه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون کارکوونکو ته د تېر شوي کوچني اختر مبارکي وویله او په هېواد کې یې د وروستیو ناوړه پیښو شهیدانو ته دعا هم وکړه.

همدارنګه د کمېسیون رئیس ښاغلي اورنګ زیب د رایه ورکوونکو د نوملړ اصلاح کولو اړوند هم د مجلس ګډونوالو سره خبرې وکړې، د لیسټ اصلاح برنامه یې د کمېسیون یو اساس وباله او زیاته یې کړه، چې تر اوسه پورې د ټاکنوکمېسیون کارکوونکو له لوري د درې ولایتونو نوملړ اصلاح شوی دی او کمېسیون هڅه کوي، چې دا پروسه ګړندۍ کړي، ترڅو د نورو ولایتونو د رایه ورکوونکو لیسټ هم ژر اصلاح شي.

همدارنګه د ټاکنو کمېسیون رئیس د کمېسیون ستراتیژیک پلان، د ټاکنیزو اصلاحاتو د تطبیق پلان، ددې ترڅنګ د کارکوونکو د حقونو او امتیازونو اړوند هم خپل نظریات له ګډونوالو سره شریک کړل، په دې برخه کې یې اړین معلومات ورکړل او اړوندو برخو ته یې د کاري پرمختګ په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون منشي او کمېشنر مسافر قوقندي، اغلي کمېشنرې رحیمې ظریفي، دارالانشاء مرستیالانو او د ناستو ګډونوالو په ترتیب سره د پورته مسایل پر ستونزو او حل یو شمېر اړین مسایل هم مطرح کړل.

IEC Social Pages