دا پلان د روان ۱۴۰۰ لمريز کال د ثور ۴ مه، د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رهبري غړو له لوري د يوې پريکړې په صادرولو سره تصويب شو.

د همدې پريکړې پر بنسټ، د دارالانشاء رياست د ستراتيژيکو اړيکو د مرستيال په مشرۍ يوه کمېټه موظف شوه؛ ترڅو د ستراتيژيک پلان مسوده ترتيب او د کمېسيون رهبري هيئت ته دې وړاندې کړي.

همدارنګه اړوند رياستونو او امريتونو ته هم دنده وسپارل شوه، چې موظف شوې کمېټې سره همکاري وکړي او د اړتيا په صورت کې دې ناستو کې هم ګډون وکړي.

IEC Social Pages