د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس، ښاغلي اورنګزیب او د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاروالېو معين ډاکټر صبغت الله غزنوي د ښاروالېو ټاکنو په تړاو ناسته ترسره کړه.

په دغې ناسته کې چې د روان لمریز کال د وري په ۳۰مه د کمیسیون په مقر کې ترسره شوه، پریکړه وشوه چې، د دواړو ادارو تخنیکي ټیم دې، د دریو لویو ښارونو د ښاروالېو ټاکنو له پاره تخنیکي کارونه پرمخ یوسي.

IEC Social Pages