د ټاکنو خپلواک کمېسيون ښکيلو اړخونو سره د ټاکنيزو اصلاحاتو د پاليسۍ اړوند، د رسنيو په شتون کې ملي ناسته ترسره کړه.

دا ناسته، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رهبري هيئت، سياسي ګوندونو استازو، د مدني ټولنې غړو او په ټاکنو کې ښکيلو اړخونو سره د د رسنيو په مرکز کې جوړه شوې وه، د ټاکنيزو اصلاحاتو د پاليسۍ، د حقوقي چوکاټ د سرچينو پراختيا، د پلان جوړونې د جوړښت اصلاح، د لګښتونو ‌کم والی، په زده کړيز نصاب کې ډ ټاکنيزو زده کړو ځای پر ځای کول او په ټاکنو کې د ټکنالوژۍ د استعمال پر ستراتيژۍ د يو پریزينټېش له لارې د ناستې ګډونوالو ته معلومات ورکړل شول.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون رئيس ښاغلي اورنګ زيب ‌راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وويل چې د ۱۴۰۰ لمريز کال ټاکنو لپاره، د ټاکنو خپلواک کمېسيون ‌بشپړ چمتوالی لري، نوموړي وويل، چې د پلانونو، تخنيکي چارو او طرحو له پلوه کمېسيون ‌پوره اماده ګي لري، د بودجې د تمويل او امنيت‌ په برخو کې ‌يې خپلې طرحې او پلانونه ‌د حکومت رهبرۍ سره شريک کړي دي.

د‌ کمېسيون رهبري کولای شي، چې په یادو برخو کې د حکومت د مرستو پر مټ اتلونکې ‌ټاکنې ترسره کړي.

دغه راز د رايه ورکوونکو د نوملړ پر اصلاح، د‌ پايلو د‌ جم بندۍ په مرکز ( Data Center ) کې تيز کار روان دی او تر اوسه د دوه ولايتونو د رایه ورکوونکو نوملړ اصلاح شوی دی.

په ورته مهال ‌د‌ کمېسيون مرستيال مولانا محمد عبدالله د ټاکنيزو اصلاحاتو د پاليسۍ پر هدف خبرې وکړې؛ نوموړي وويل، دا پاليسي په څلورو برخو، د حقوقي چارچوب پراختيا، د پلان جوړونې اصلاحات، د ټاکنو بنسټيز کول، د لګښتونو ‌کم والی او په ټاکنو کې د ټکنالوژۍ د استعمال ستراتيژۍ چمتو کولو‌ لپاره چمتو شوې ده.

له دې هڅو څخه موخه په ټاکنو کې د مشکلاتو حل کول دي.

د‌ ټاکنو خپلواک کمېسيون منشي مسافر قوقندي ددې ناستې د افتتاح ترڅنګ، د ټاکنو اړوند د پلان او پاليسۍ جوړولو په ملي ناستو کې د ښکېلو خواوو پراخ ګډون مهم وباله او په داسې ناستو کې يې د ښکيلو اړخونو په حضور لرلو ټينګار وکړ.

د ناستې ګډونوالو هم په خپل وار سره د یادې پاليسۍ ملاتړ وکړ او په دې برخه کې يې خپل نظريات او وړانديزونه د کمېسيون رهبري هيئت سره شريک کړل.

په پای کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون پخوانۍ مشرې او کمېشنرې ميرمن حوا علم نورستانۍ د‌دې ملي ناستې جم بندي وکړه او د ناستې ګډونوالو سوالونو ته يې ځوابونه وويل او زياته يې کړه، چې د پلانونو او پاليسيو په جوړولو کې به د اوس په څېر د ښکېلو خواوو نظريات او وړانديزونه د چارو د بهبود په موخه اخيستل کېږي.

IEC Social Pages