د ټاکنو خپلواک کمېسيون رهبري هيئت د ۱۳۹۹ لمريز کال، د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو مؤسسې ( فيفا) له لوري، د کار غوره نومول شوو ځوانانو، سره وکتل.

ډ کمېسيون رئيس ښاغلي اورنګ زيب په یاده کتنه کې نوموړو ځوانانو ته د کمېسيون د برنامو او راتلوونکو ټاکنو ته د چمتوالي پر څرنګوالي معلومات ورکړل.

د کمېسيون رهبري له ځوانانو او د فيفا ادارې له رهبري هيئت څخه وغوښتل، چې په ټاکنو کې ګډون لپاره د ولسونو د هڅونې او د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ټاکنيزو برنامو د تطبيق په برخو کې لازمه همکاري وکړي.

همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء لوی رئیس ډاکټر حبيب الرحمن ننګ‌ هم د ځوانانو وړانديزونه او نظريات واورېدل، ددې ترڅنګ يې راتلونکو ټاکنو کې د ښځو ګډون، د رايه ورکوونکو د نوملړ پر اصلاح کولو او د کمېسيون راتلونکو برنامو پر تطبيق هر اړخيزې خبرې وکړې.

هم‌ مهاله د دارالانشاء رياست د عملياتي چارو مرستيال ډاکټر محمد عثمان فروتن د يو پریزينټېش له لارې د ټاکنيزو اصلاحاتو اړوند ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

دغه راز د ځوانانو هئيت د ټاکنو کمېسیون له بعضو ساحو څخه ليدنه وکړه او د اړوندو مسولينو له لوري معلومات ورکړل شول.

ځوانانو ‌د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رهبري هيئت د چارو ستاینه وکړه او د ټاکنو کمېسیون د برنامو تطبيق په برخه کې يې د دوامدارې همکارۍ ژمنه وکړه.

په ‌پای کې یاد ځوانان د‌ ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء لوی رياست او د کمېسيون د مسولينو له لوري د تقدیر پاڼو په ورکولو سره وستایل شول.

IEC Social Pages